ولسمشر غني د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې۲۴مه) په عربي متحده اماراتو کې د کندهار برید له امله د دې هېواد د وژل شویو ډپلوماټانو له کورنیو سره ولیدل.
عربي رسنیو د راپور له مخې په دې لیدنه کې ولسمشر غني د قربانیانو کورنیو ته سیدجمالالدین افغان مډال هم وړاندې کړی دی.
ګلف نیور د ولسمشر غني له قوله ویلي دي:«عربي متحده اماراتو د افغانستان ډېرو بشرپالو طرحو سره د افغانستان د خلکو ستونزو کمولو په موخه مرسته کړې ده او د ټولنیزو طرحو څخه یې ملاتړ کړی دی.»
یوه میاشت وړاندې د یوه ماین په چاودنه کې د کندهار د والي په میلمستون کې د متحده عربي اماراتو د پنځو دیپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او د کندهار د والي او د اماراتو د سفیر په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شول.
د دې برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم په کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.
د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د دې برید په تړاو د حقاني ډله تورنه کړه او د هېواد د ملي امنیت سلاکار هم ادعا وکړه چې دا برید له افغانستان څخه بهر طرحه شوی وه.
په همدې حال کې د عربي متحده اماراتو د دبۍ ښار د پولیسو مرستیال، جنرال تمیم د افغانستان حکومت د عربو ډپلوماټانو په وژل کېدو کې ګرم وباله.
د ملي امنیت لوی ریاست د کندهار والي په مېلمستون کې د برید په اړه د ناټو، حکومت او عربي متحده ایالاتونو له څېړنو خبر ورکړ.