د سرپل ولایت سیمهييز چارواکو (دوشنبې د وري۲۱) ویلي دي چې دی ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۵ ترهګر وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
د یاد ولایت والي، محمدظاهر وحدت وايي چې دا عملیات کابو یوه اوونۍ مخکې په نا امنیو سیمو کې پیل او لا هم دوام لري.
ښاغلي وحدت ترهګرو ته ګواښ کړی چې که د سولې له بهیر سره یوځای نشي نو له منځه به یوړل شي.
ده وړاندې ویلي:«د عملیاتو پیل راهیسې ۲۵ وسلهوال وژل شوي او کابو ۳۴ تنه نور ټپیان دي.»
د پروان والي وايي چې په وژل شویو وسلهوالو کې د طالبانو څو قومندانان هم شامل دي.
دی څرګندوي:«په وژل شویو کسانو کې د غضنفر په نامه د طالبانو یو قومندان او بل هم یو بهرنی قومندان د مستحب په نامه وژل شوي دي.»
د پروان والي وايي چې اوسمهال د طالبانو ترڅنګ داعشیان او نور بهرني ترهګر له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
وحدت له مرکزي حکومت څخه غواړي چې ډېر ژر پروان ته لا نور مرستندویه او هوايي ځواکونه ولیږي.