د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن جمعه(د غوايي په ۸ مه)په لغمان کې له خپل یو ډېر شمېر پلویانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
رپوټونه رسوي چې حکمتیار به سبا د(غوايي په ۹مه)کابل ته راشي او ولسمشر غني به د غوايي له اتمې یا د مجاهدینو د بریا په مناسبت لمانځغونډه کې د حزب اسلامي له مشر څخه هرکلی وکړي.
د دغه رپوت پربنسټ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ډوډۍ هم چمتو شي.
د غوايي له اتمې یا د مجاهدینو د بریا په کلیزه کې د ځنډ لامل هم کابل ته د حکمتیار د راتلو انتظار ښودل شوی دی.
حکومت سبا شنبې عمومي رحصتي اعلان کړې ده.