ښاغلی نور وايي چې عبدالله په خپلې وروستۍ وینا کې د هغه پوښتونو ته ځواب نهدرلود. هغه په کنایې سره وايي چې د غاښ ویستل د متخصص ډاکټر کار دی، خو د زورویلو پر سر د سوک، وهل د اتلانو کار دی.
د جمعیت اسلامي د اجرايي رییس عطا محمد نور او حکومت د مشرانو تر منځ شخړې هغه مهال زیاتې شوې چې کابو دوه اوونۍ وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د مهندس داوود په نامه یو بل کس د بلخ والي او د ښاغلي نور ځایناستی معرفي کړ.
د دوشنبې په ورځ ښاغلي نور د هغو څرګندونو په اړه چې د ښاغلي نور له خوا د شنبې په ورځ شوې وې، غبرګون وښود او وویل له دې ۱۵ ورځې وړاندې چې ولسمشر د نور وړاندې کړل شوې استعفاپاڼه لاسلیک کړي له جمعیت سره یې هوکړه کړې وه.
ښاغلي عبدالله چې د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا کوله، څرګنده کړه چې لومړی د ښاغلي نور له لیرې کولو سره مخالف وه؛ خو د هغه په وینا، وضعیت دې ځای ته ورسېد چې له دې پرېکړې ته هو وکړم.
د اجرايي رییس په وینا، چې د جمعیت اسلامي مشرتابه هم له دغه کار سره هوکړه کړې ده.
هغه وايي چې له ولسمشر سره په خبرو اترو کې نور کومه ونډه نهلرله او د دغو خبرو اترو پایله په دې دوی پورې اړونده ده.
هغه همدارنګه د ښاغلي نور ادعاګانې چې ګواکې چې د ملي یووالي حکومت د کابینې په تشکیل کې رول درلودل ردوي او وايي چې په دې اړه یوازې دی په خپله د ښاغلي غني له ډلې سره خبرې ترې کړې دي.
دا حرګندونې په تاسې حال کې کېږي چې ښاغلي نور دوه ورځې وړاندې عبدالله ته د لسټوني مار بللی او وې ویل چې اجراییه رییس د هغه د ګوښه کولو لپاره له ۷۰ تر ۸۰ سنلې هڅّ کړې ده.
عطا محمد نور په دې اړه وویل:«کهچېرې د ګوښه کېدو ۲۰ یا ۳۰ سلنه لامل مې ولسمشر وي، ۷۰ تر ۸۰ سلنه عبدالله دی. هغه خپل غاښونه ما پسې تېرې کړي دي. خو، د خدای په مرسته د هغه غاښونه پرې ماتوم.»
هغه وايي چې نه ولسمشر او نه هم اجرايي رییس د دې واک لري چې هغه د بلخ د ولایت له مقام څخه لیرې کړي؛ ځکه د هغه په اند، ولسمشر (د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو) د معاملې طرف دی او عبدالله د جمعیت اسلامي ګوند نوماند.
عطا محمد نور، له بلخ ولایت څخه د ځان د ګوښه کولو بل دلیل په شمالي ولایتونو کې له ناامنۍ سره هم تړلی بولي.هغه وايي چې له دغه ولایت څخه د هغه د لیرې کېدو لپاره ځينې هڅه لري چې د طالبانو او اعش پروژې په دغو ولایتونو کې عملي کړي.
غه له خپلو هغو پلویانو څخه چې په امنیتي بنسټونو کې دي وغوښتل چې د دغو ډلو په وړاندې له خپل ټول ځواک سره مبارزه وکړي.
ښاغلي کهڅه هم وویل چې د جګړې پلوی نه دی، خو ګواښ یې وکړ کهچېرې حکومت له قهریه ځواک څخه د جمعیت په وړاندې کار واخلي، هغوی به له ځانه دفاع وکړي.