په هند کې د افغانستان سفیر، شیدا محمد ابدالي وايي چې نوي ډهلي له بلاروس سره داسې یو تړون لاسلیک کړی چې د هغې پر بنسټ به څلور (مې ۲۴) جنګي چورلکې د افغان هوايي ځواکونو په واک کې ورکړي.
یوه هندي ورځپاڼه په هند کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي له خولې وايي چې دغه تړون نیږدې یوه میاشت مخکې د هند، افغانستان او بلاروس د استازو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په نوي ډهلي کې افغان سفیر ویلي چې دغه چورلکې نوې نه دي، بلکې ترې کار اخیستل شوی دي او د هغوی پرزې او وسایل به یې نوي کیږي.
ښاغلي ابدالي زیاته کړه چې افغانستان ته د دغه چورلکو د لیږد بهیر به په راتلونکو څلورو میاشتو کې پيل شي.
هند له دې مخکې هم د څلورو جنګي چورلکو مرسته له افغان هوايي ځواکونو سره کړې وه.