د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر نن شنبې (د وري په ۲۵ مه) رسماً د افغان ولسمشر اشرف غني او د مېرمن غني له وینا سره پیل شو.
هغه په دغه پروګرام کې یو ځل بیا وویل حکومت د ټاکنو د ترسراوي لپاره هوډ او اراده لري.
افغان ولسمشر څرګنده کړه:«نن باید ټولو ته روښانه وي چې ملي یووالی حکومت د ټاکنو ترسراوي ته هم نیت او هم هوډ او اراده لري.»
ښاغلي غني همدارنګه له خلکو څخه وغوښتل ترڅو په دغه بهیر کې ګډون او نوملیکنه وکړي.
ولسمشر غني زیاته کړه:«ټاکنې د دې وسیله ده چې سیاسي او فکري اختلافونه د خلکو د رڼو ټاکنو پر بنسټ حل شي. کارنده سیاستونه باید د جبري سیاستونو ځای ونیسي. له ټولو خلکو غواړم ترڅو په دغې ملي پروسه کې ګډون وکړي.»
هغه همدارنګه وویل چې د ټاکنو په چارو کې د امنیتي، دفاعي او ملکي ځواکونو او نوماندانو لاسوهنه په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده.
هغه وویل:«له ښاغلو نوماندانو څخه غوښتنه کېږي ترڅو د ټاکنو قانون په دقت سره ولولي. په امنیتي او اداري چارو کې د هېڅ نوماند لاسوهنه په هېڅ ډول زموږ لپاره د زغم وړ نه ده.»
ولسمشر غني همدارنګه وویل چې د ټاکنو کمېسیون دې باید ډاډ ترلاسه کړي چې ټاکنې په رڼه توګه ترسره کوي.
افغان ولسمشر څرګنده کړه:«موږ تمه لرو چې د ټاکنو کمېسیون چارواکي، بې پرې،رڼې او خپل ولایت، قوم او مذهب ته له پاملرنې پرته، ټاکنې ترسره کړي.»
په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني د سولې هغه وړاندیز یې چې طالبانو ته کړی وه تکرار کړ او وې ویل چې طالبان دې جګړه پای ته ورسوي او د یوې سیاسي ډلې په توګه دې نوملیکنه وکړي او په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.
په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم په نادریه لېسه کې له حضور سره د رای ورکوونکو د نوملیکنې په بهیر کې ګډون وکړ.
ښاغلي عبدالله وویل د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر په ټاکنیز نظام کې زموږ د اصلاحاتو ژمنه وه.
اجرايي رییس ټینګار وکړ چې په پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون په پار د رای ورکوونکو نوملیکنه اړینه ده او له نوملیکنې څخه پرته رایه نهشي کارولای.
ښاغلي عبدالله خلکو ته په خطاب کې وویل چې په هغه مرکز کې نوملیکنه وکړئ چې وکړای شې په ټاکنو کې هملته رایه ورکړئ. یعنې یو کس نه شي کولای په یوه مرکز کې نوملیکنه وکړي او په بل مرکز کې رایه وکاروي.
د هېواد اجرايي رییس زیاته کړه چې د رای ورکوونکو نوملیکنه او په پای کې د رای ورکونې پر شرایطو د برابرو کسانو نوملړ، له درغلۍ او د صندوقونو له ډکولو به مخنیوی وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، عبدالبدیع صیاد وویل:«کمېسیون په هېواد کې د تلې پر ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره ټینګ هوډ لري.»
ده همداراز زیاته کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی او نن یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو ورکوونکو نوملیکنه اود نوملړ جوړول پیل کړل او د رایو ورکوونکو نوملړ چمتو کولو سره به رایه ورکوونکی یوه مرکز سره وصل او هلته به رایه ورکړي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو له خلکو غوښتنه وکړه چې نوملیکنه وکړي او نړۍ ته څرګنده کړي چې د یوه ملت په توګه خپل برخلیک ټاکي.
ښاغلي صیاد همداراز پر مخالفو وسلهوالو هم غږ وکړ چې د ملي بهیر سره یوځای او سیاسي سیالي دي وکړي، ترڅنګ یې د خلکو پرمخ خنډونه جوړ نهکړي او دې بهیر ته خلک وهڅوي.
د رایو ورکوونکو نوم لیکنه په درېیو پړاونو کې ترسهر کېږي چې د غوايي میاشتې تر ۲۳ پورې د ولایتونو په مرکزونو او د غوايي له ۲۵ د غبرګولي تر ۷مې د ولسوالیو په مرکزونو او د غبرګولي میاشتې له نهمې به تر ۲۲پورې په کلیو کې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د رایې ورکړې لپاره د نوملیکنې مرکزونه د نارینه او ښځېنهو لپاره جلا ځایونه لري او د پېژندپاڼې درلود او څوک چې تر۱۸ کلونو پوره عمر ولري، د نوملیکنې شرایط دي. هغه کسان چې په کوم ځای کې نوملیکنه کوي په هماغه ځای کې رایه ورکولی شي.