Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بامیان کې د ښځو د غرنیو بایسکل ځغاستې سیالۍ

د ښځو د غرنیو بایسکل ځغاستې سیالیو دویم پړاو نن (یکشنبې د غبرګولي په ۲۳مه) د بامیانۍ لوبغاړې نسرین سادات له اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ نن د بامیان په کوربتوب او د کابل او بامیان ولایتونو د ۲۰ بایسکل ځغلوونکو ترمنځ ترسره شوې او لوبغاړو د تاله او نیک او اژدها غره ۱۲ کیلومټره واټن کچ کړ 

په دغو سیالیو کې له بامیان ولایته نسرین سادات وتوانېده چې لومړی مقام خپل کړي.

تېره ورځ ښځينه بایسکل ځغلوونکو د سړک په برخه کې د بند امیر له دروازې د ملاغلام تر دوه لارې پورې ۵۲ کیلومټره واټن کچ کړ چې یلدوز هاشمي وتوانېده په دې برخه کې لومړی مقام خپل کړي.

د بایسکل ځغاستې فډراسیون چارواکي وايي ټاکل شوې ده چې د نرینه لوبغاړو په برخه کې هم د بایسکل ځغاستې سیالۍ له دوو میاشتو په کمه موده کې د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان او پنجشېر ولایتونو په کوربتوب جوړې شي.  

شریک یي کړئ