Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان له لومړۍ ماتې وروسته دوهمه ۲۰اوریزه کریکټ لوبه وګټله

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز پر وړاندې دوهمه شل اوریزه لوبه د ۴۱ منډو په توپیر وګټله.

دغه لوبه چې شنبې ماښام(د لړم په ۲۵مه نېټه) د هند په لکنوو ښار کې ترسره شوه، په کې لومړۍ افغانستان توپ وهنه پیل کړه او  وتوانیدل چې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰اورونو په ترڅ کې ۱۴۷ منډې ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې حضرت الله ځاځی او کریم جنت ښه وځلیدل چې دواړو ۲۶ـ۲۶ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړې.

د هېواد لوبډلې پر وړاندې د ویسټ انډيز لوبغاړی، ویلیماس ښه وځلید چې درې افغان لوبغاړي یې وسوځول.

په همدې حال کې د ویسټ انډیز لوبډلې ښه توپ وهنه ونه کړه او په دې سره ونه توانیدل چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۴۱ منډو په توپیر سره وبایلوده.

ویسټ انډیز ته رمادین ښه توپ وهنه وکړه او خپلې لوبډلې ته یې ۲۴ منډې ترسره کړې.

همداراز د افغانستان لپاره هم کریم جنت ښه توپ اچوونه وکړه چې د سیالې لوبډلې ۵لوبغاړي یې وسوځول.

د لوبې په پای کې کریم جنت د میدان د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.

 ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ بله لوبه نن ماښام کابو شپږ بجې ترسره شي.

افغانستان چې د کریکټ شل اوریزو لوبو لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه ویسټ انډیز ته بایللې وه، دوهمه یې د ۴۱ منډو په توپیر سره وګټله

شریک یي کړئ