تېره شپه(جمعه د کب۴مه) په دوبۍ کې د آزادو مبارزو په ترڅ کې افغان لوبغاړو، احمد ولي هوتک خپل اوکرایني او باز محمد مبارز سکاټلنډي سیالانو ته ماته وکړه او بریایې خپلې کړې.
په دې لوبو کې لومړۍ احمد ولي هوتک لومړۍ له خپل اوکرایني سیال سره قفس ته د ننه شو او په درې رونډونو کې یې لوبه وکړه او بریایې خپله کړه.
له دې سره دوهمه لوبه هم د باز محمد مبارز وه چې له خپل سکاټلنډي سیال سره یې په رونډو کې ترسره کړه او بریالی شو.
«آی سي بي» یاد آزادو مبارزو بنسټ په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې رامنځته شوی چې د آزادو لوبو د ودې لپاره دا لوبې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کوي.