د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کریکټ یوه ورځنۍ لوبه د ایرلنډ کریکټ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
دغه لوبه یکشنبې(د غويي په ۲۹مه نېټه) ترسره شوه او ایرلنډ د ۷۲ منډو په توپیر د افغانستان پروړاندې بریا ته ورسید.
ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اورونو کې د افغانستان لوبډلې ده د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې د توپ اچوونې په برخه کې افتاب عالم وتوانید چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځوي.
همداراز راشد خان هم د ایرلنډ دوه لوبغاړي له مخې لیري کړل.
خو افغانستان ونه توانید چې د توپ وهنې په برخه کې ښه وځلیږي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۳۷ منډې جوړې کړې.
لوبه کې اصغر افغان د ۲۹ او محمد نبي د ۲۷ منډو په ترسره کولو ښه وځليدل.
ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ پر وړاندې دوهمه یوه ورځنۍ لوبه سېشنبې ترسره شي.