Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د کان ۱۱ کارګرو وژنې په تړاو اعتراضونه

پاکستان کې د یوه کان د ۱۱ هزاره توکمو کارګرو وژلو په تړاو دغه هېواد کې اندېښنې راپورته کړې دي او یو شمېر هزاره توکو د پاکستان پر فدرال حکومت نیوکې کوي.

دوی د پاکستان حکومت د امنیت په تامین کې ناتوانه بولي.

د دغو کارګرو د وژلو مسوولیت د داعش ډلې د پاکستان څانګړې منلی دی.

د جعفري فقهې تحریک مشر، هادي عسکري وايي:«موږ اعتراض کوو، ځکه چې بې ګناه یو او هره ورځ وژل کېږو. لاره مو تړلې ده او اعتراض هره ورځ دوام لري. خو شیعه ډلو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې بله تګلاره به مو څه وي، دا چې اعتراض پایته ورسوو او که نه؟ خو عام خلک اعتراض کوي.»

د پاکستاني رسنیو په حواله وسله والو یکشنبه د کوټې ښار په ۴۸ کیلومترۍ کې کارګر له ځانه سره بېولي او بیا یې وژلي دي.

د دغو کارګرو مړي په داسې حال کې موندل شوي دي چې لاسونه او سترګې یې تړلي دي او او ستوني یې پرې شوي دي.

پاکستاني حقوق پوه، محمدرضا وايي:«دا خواشینونکې پېښه ده چې د کارګرو پر وړاندې یوه کان کې کيږي. دوه درې کاله سوله کې تېر شول او حکومت ادعا کوله چې پر سیمه واک لري. هزاره ټولنه حق لري چې اعتراض وکړي او فدرال او ایالتي حکومتونه په دغه پېښه کې مسوول دي.»

د پاکستان حکومت او بېلابېلو مذهبي ګوندونو د کارګرو د وژلو پېښه غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وار وار پاکستان کې هزاره ګان د پاکستاني طالبانو، داعش او نورو دلو لخوا په نښه شوي دي.

کارګر پاکستان کې هزاره توکمي دي چې شنبې سهار کوېټې ښار ته نېږدې"بولان" سیمه کې وژل شوي دي

شریک یي کړئ