امریکا متحده ایالاتو او روسیې د وسلو تسلیحاتو کنټرول لپاره د "سټراټ" په نامه هوکړه د پنځو کالو لپاره وغځوله.
د دغې د هوکړې له مخې، د دواړو هېوادونو اټومي توغنديو شمېرد ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر د فبروري پورې په اوسنۍ کچه پاتې کیږي او دواړه هېوادونه نشي کولی چې له یو زرو ۵۵۰ ډېر هستوي اوغندي جوړ کړي.
د اوسني تړون له مخې د ځمکنیو او سمندري توغندویو لېږدونکو شمېر هم محدودوي.
د سټراټ لومړی تړون په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر، جورج ډبلیو بوش او پخواني شوروي ولسمشر، میخایل ګورباچوف ترمنځ لاسلیک شو.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د دغې هوکړې غځولو د امریکا متحده ایالاتو په ګټه بولي.
له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼې کې د دغه تړون غځول تایید کړي دي.