Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سلو ورځو کې د کرونا واکسین د ۲۰۰ میلیون دوزو پر تطبیق د بایډن ټین

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن ټینګار کوي چې د واک ته د رسېدو په لومړیو سلو ورځو کې به د دغه هېواد وګړو ته ۲۰۰ میلیون دوزه د کرونا واکسین تطبیق شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال امریکا کې  د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر څه پاندې ۳۰ میلیونو ته رسېدلي دي.

بایډن چې واک ته تر رسېدو وروسته لومړۍ خبري ناسته کې خبرې کولې له شمالي کوریا او چین پر وړاندې پر درېدو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا لنډ وخت کې د دوو تازه توغندیو له ازمویلو خبر ورکړی. دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا روان کال کې توغندی ازمايي.

پیونګیانګ وايي چې دا توغندي کنټرول کېدونکي او تکتیکي دي.

بایډن بیانوي:«د دغو توغندیو ازمایښت سره د ۱۷۱۸ پرېکړه لیک نقض شوی دی. مو له خپلو همکارانو سره مشوره کوي چې دې کار ته ځواب ورکړو.»

د امریکا ولسمشر چې د هېواد اسخباراتي بنسټونه یې چین د امرکیا راتلونې لپاره لوی دښمن بولي زیاتوي:«ما د چین له ولسمشر سره چې یوازې ژباړنو حضور درلود، ساعتونه په جزییاتو خبرې وکړې. هغه خپل ذهن کې ډموکراتیک افکار نلري، خو هوښیار انسان دی. هغه د پوتین په څېر دی چې فکر کوي ډموکراسي په دې پېچلېې نړۍ کې کار نکوي.»

بایډن چې واک ته تر رسېدو وروسته لومړۍ خبري ناسته کې خبرې کولې له شمالي کوریا او چین پر وړاندې پر درېدو ټینګار وکړ

شریک یي کړئ