Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عثمان کاکړ جنازه کې زرګونه خلکو ګډون وکړ

د پاکستان د عوامي ملي ګوند د ایالتي مشر عثمان کاکړ جنازه پرون (چهارشنبه د چنګاښ په ۲ مه) په مسلم باغ کې وشوه، چې زرګونه خلکو په کې ګډون کړی وو.

خیبر پښتونخوا کې د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزی ادعا کوي چې عثمان کاکړ وژل شوی دی.

ښاغلي اڅکزي د عثمان کاکړ جنازه کې وویل، چې کاکړ د کورونا له کبله نه دی مړ، بلکې ظلم او زیاتی ورسره  شوی دی.

د ازادۍ راډیو د رپوټ پر بنسټ، ښاغلي اڅکزي د پاکستان استخبارات تورن کړي چې عثمان کاکړ ته یې خبرداری ورکړی وو چې د پښتنو د حقونو له دفاع دې لاس واخلي.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې په خپل کور کې بې هوښه شوی وو او بیا روغتون ته رسول شوی وو.

عثمان کاکړ تېره دوشنبه د ۶۰ کلو په عمر روغتون کې ومړ.

شریک یي کړئ