د متحده عربي اماراتو د دوبۍ دولتي رسنیو دفتر پرون چهارشنبه ویلي، چې جبل علي بندر کې په کښتۍ کې اورلګېدنه د چاودنې له کبله وه چې کابو شوې ده.
جبل علي د منځني ختیځ له لویو تجارتي بندرونو دی.
د دوبۍ دولتي رسنیو دفتر مشر د سعودي العربیه ټلوېزیون ته ویلي، چې چاودنه د توکو لېږدونکي کانتینر کې یوه عادي پېښه وه.
العربیه ته پولیسو ویلي چې کېدای شي د دې پېښې لامل “ډېره ګرمي”وي.
د جبل علي بندر په ۱۵ او ۲۲ کیلومټرۍ کې خلکو د چاودنې غږ اورېدلی دی.
چارواکو ویلي چې پېښه کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.