Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوبۍ کې د افغانستان - امریکا د ګډې خونې ناسته ترسره شوه

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرو شورا وايي چې د افغانستان - امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو او همداراز د افغان سوداګرو له استازو سره په دوبۍ کې یوه غونډه جوړه کړه.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سواګرو د شورا رييس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د مرستندویانو د مرستو د وېشنې پر څرنګوالي او سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو د برابرېدو په تړاو خبرې شوې دي.

ښاغلي صدرخېل په دې هکله څرګنده کړه:«هغه هېوادونه چې دم‌ګړۍ له افغانستان سره مرستې کوي، نن په دغې غونډه کې له افغانستان سره د مرستې په هکله لیدنه وکړه.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، له نږدې دوو کلونو راهیسې د مرستندویانو مرستو د افغانانو سمدستي اقتصادي ستونزې حل کړي؛ خو په وینا یې دایمي حل لار نه ده.

د اقتصادي چارو شنوونکي میر شکیب میر وویل:«دغه مرستې چې بشرپاله ماهیت لري، له دې پلوه تر ډېره سمدستي ستونزې په پام کې نیسي او کولای شي پر هغو مسایلو بحث وکړي چې دایمي کاري زمینې او دایمي اقتصادي وده تضمین کړي.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکی سیر قریشي هم وايي:«مرستندویه بنسټونه باید دغه مرستې په رڼه توګه اړمنو کسانو ته ورسوي او ورته مهال باید اقتصادي مرستې وشي چې کوچنۍ او منځنۍ پروژې پېل شي.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت بیا له مرستندویانو غواړي چې، په هېواد کې له لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«بیخ‌نبايي پروژې لکه کاسا زره او ټاپي پروژې د افغانستان او سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول لري. له همدې امله ده چې موږ له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړي توګه له نړۍوال بانکه غواړو چې له دغو پروژو ملاتړ وکړي، ځکه د سیمې د اقتصادي پياوړتیا لامل به شي.»

تر دې مخکې نړۍوال بانک راپور ورکړی چې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر مې میاشتې پورې ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۷۶۰ مېلیونه ډالره نغدي مرسته کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه