امریکا کې د ناورغۍ د مدیریت او وقایې مرکز وايي چې په دغه هېواد کې د کووېډ نولس ناروغانو شمېر څه باندې یو مېلیون او ۳۰۰ زره او ۶۹۶ تنو ته ورسېد.
دغه مرکز وايي چې تراوسه په امریکا کې د دغې ناروغۍ له امله کابو ۸۰ زره تنه مړه شوي دي.
کورونا ویروس د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د پراختیا په حال کې دی.
په روسیه کې د کووېډ نولس ناروغانو شمېر څه باندې ۲۰۹ زرو تنو ته رسېدلی دی. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس څه باندې ۱۱ زره نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. تراوسه په روسیه کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله کابو دوه زره تنه مړه شوي دي.
روسیه اوس د نړۍ پنځم هېواد دی چې په نړۍ کې د کورونا ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر لري.
په اېټالیا کې هم د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر څه باندې ۳۰ زره تنو ته رسېدلی دی.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د اخته کسانو او قربانیانو شمېر د تېرې اوونۍ په پرتله کم شوی. په روانه اوونۍ کې د قربانیانو شمېر ۱۶۵تنه وو په داسې حال کې چې تېره اوونۍ کې ۱۹۴ وو.
په اېټالیا کې پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په یوې اوونۍ کې له زرو ۸۰۰ ته راکم شوی دی.
په ټولیز توګه په اېټالیا کې څه باندې ۲۱۹ زره تنه د کورونا پر ویروس اخته شوي دي.
تراوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څه باندې ۴ مېلیونه تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او کابو ۲۸۳ تنه هم مړه شوي دي.