ایران کې د تیلو بیوو زیاتوالي پرضد د اعتراضونو سره، د دغه هېواد چارواکي وايي دغه اعتراضونه به راتلونکو ورځو کې پایته ورسیږي.
په داسې حال کې اوس مهال ایران کې انټرنټ پرې شوی او د اعتراضونو په تړاو مالومات په لاس کې نشته، خو د ایران د حکومت ویاند وايي دوشنبې اعتراضونه کم شوي وو او تر راتلونکو ورځو پورې به په بشپړه ډول پایته ورسیږي.
په همدې حال کې ایران له اعتراض کوونکو د امریکا له ملاتړه نیوکې کوي.
د ایران د حکومت ویاند، علي ربیعي وویل:«نن موږ د تېرې ورځې په څېر پرتله کابو ۸۰ سلنه ارام حالت لرو. کم مسایل پاتې دي. تر سبا او بل سبا به موږ د اعتراض په ډول څه ونه لرو.»
د ایران حکومت اعتراض کوونکي د امریکا او عربستان پلویان بولي.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي چې ایرانیان باید د اعتراضونو حق ولري.
هغه زیاته کړې:«امریکا په ایران کې اعتراضونه تر څار لاندې لري. موږ د ایران حکومت لخوا د اعتراض کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی غندو او په دې برخه کې د مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه لرو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ایران باید خپلو خلکو ته د عتراضونو حق ورکړي او انټرنټ بېرته ونښلوي.