د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړی چې د اوکرایني شرکت "۷۳۷بوینګ" الوتکې د نسکورېډو له کپله ټول ۱۷۹ تنه سورلۍ یې وژل شوې ده.
دغه الوتکه نن سهار شپږ بجې (چهارشنبې د مرغومې په ۱۸مه نېټه) وروسته له دې چې د "امام خمیني" هوايي دګره والوته، اور یې واخیست او نسکوره شوه.
د الوتکې د نسکورېدو لامل، تخنیکي ستونزې بلل شوې دي.
الوتکه د ایران پلازمېنې تهرانه د اوکراین پلازمېنې کييف پر لور الوتې وه.
په همدې حال کې د ایران فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۱۴۷ ایراني، ۱۲ افغان، څلور سویډني، دوه اوکرایني او ۲ کاناډايي وګړي شامل دي.