د امریکا د جمهوري غوښتونکو سناټور جا مککین معالج ډاکټران وايي چې دغه مشهوره سناټور د مغزي سرطان څخه کړېږي او ټینګې وینې د هغه د سترګو پر سر یوه نوې غوټه رامنځته کړې ده.
د دغو ډاکټرانو په وینا، دمګړۍ ښاغلی مککین تر درمنلې لاندې دی؛ خو روغتیايي حالت یې ښه دی.
ټاکل شوې ده چې ډاکټران د هغه د عملیاتو په څرنګوالي کار وکړي.
جان مککین چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسلهییزو چارو کمېټې رییس هم دی، په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د حضور یو له سرسختو پلویانو څخه دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه په اړه لیکلي دي:«سناټور جان مککین تل یو مبارز وه.زه او مېلنیا د جان مککین او د هغه د کورنۍ په فکر کې یوو او د هغه لپاره دعا کوو.د عاجلې روغتیا په هیله.»
له بلخوا د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپل ټوېټر په پاڼه لیکلي:«جان مککین یو له واقعي اتلانو او یو زړور جنګیالی دی چې پېژندلی مې دی، سرطان نه پوهېږي چې له چا سره مخامخ دی.»
سناټور مککین په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې په اړه ویلي وو، چې ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت له ډلې د مشورې په حال کې دی او د واشنګټن نوې تګلاره به په دغه هېواد کې د جګړې د بریا لامل شي.
هغه زیاته کړې وه چې د افغانستان په اړه د امریکا د ملي امنیت د ډلې سلامشورې تراوسه هم روانې دي.
ښاغلي مککین ویلي وو:«زه باور لرم چې ولسمشر د خپل ملي امنیت پر ډلې ستر باور لري. زه باور لرم چې ډېری وختونه هغه د دغې ډلې د غړو مشورې مني.ایا هغه تل له دغې ډلې څخه مشورې اخلئ؟ ځواب یې نه دی او دا چې هغه تل مشوره نه اخلي زه ځورېږم.»