د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې پخلی وکړ چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.
ښاغلي ټرمپ نن ماښام (یکشنبې د لړم په ۵مه) په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې ابوبکر البغدادي تېره شپه د سوریې په ادلب ښار کې د امریکايي پوځيانو په عملیاتو کې، ووژل شو.
هغه البغدادي یې یو وینه څښوونکی کس یاد کړ او وې ویل چې امریکايي پوځيانو هغه د مرګ تر وروستیو دقیقو تعقیب کړ.
د ټرمپ په وینا، البغدادي تېره شپه په داسې حال کې ووژل شو چې په یوې سمڅه کې پټ شوی و.
ټرمپ زیاته کړه چې هغه د هغه ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله وژل شوی چې په ځان کې یې و او له هغه سره څو ماشومان هم وژل شوي دي.