Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند اعتراضونو په دوام د پولیسو او اعتراض کوونکو نښتې

د هند په نوي ډيلي کې د تابعیت قانون اصلاحیې پر ضد اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل.

نوي ډیلي کې هغه مهال د پولیسو او اعترلاض کوونکو ترمنځ نښته پیل شوه، چې یو شمېر اعتراض کوونکو پر پولیسو د کاڼو ګوزارونه وکړل.

د نښتو پرمهال لس تنه ټپیان شول چې روغتون ته لیږدول شوي دي.

هند کې د تابعیت قانون اصلاحیې په تړاو اعتراضونه د دغه هېواد پوهنتونونو ته پراخ شوي دي، اعتراض کوونکي وايي چې د هند حکومت د سیکولر جمهوري اساس پر خلاف په دغه هېواد کې د تعصب پیاوړي کولو په هڅه کې دی.

هند کې د تابعیت اصلاحیې قانون له مخې غیرمسلمانو وګړو ته تابعیت ورکول کېږي او دغې طرحې اعتراضونه راپارولي دي.

د یک شنبې په ورځ هند کې اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل. نولي ډیلي کې پولیسو د خلکو پر وړاندې له اوښکې بهوونکې ګازه کار واخیست.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دغو اعتراضونو کې کابو ۱۰۰ تنه ټپیان شوي ديٍ.

د هند تابعیت قانون چې تېره اوونۍ د دغه هېواد د پارلمان لخوا تصویب شو، له مخې یې هغو هندوانو، بودایانو، مسیحیانو او سیکانو ته چې له ۲۰۱۵ زیږدیز کال راهیسې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیش نه هند ته ولاړ دي، تابعیت ورکوي.

شریک یي کړئ