Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پښتون ژغورنې خوځښت غړې، سنا اعجاز: عدالت غوښتنه به نړیواله کړو

پاکستان کې د پښتون ژغورنې خوځښت غړې، سنا اعجاز (سې شنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) له طلوع نیوز سره خبرو کې وايي، راتلونکې یک‎شنبې به د خیبرپښتونخوا د بڼو ښار ختیځ کې خپله ناسته ترسره کړي او هڅه به وکړي چې نړیوالو ته خپل غږ ورشوي.

نوموړې وايي سره له دې چې ډېر مهال د پاکستان د پوځ لخوا یې د غږ بندلو هڅې شوې دي او ورته خنډونه رامنځته شوي، خو بیا هم توانیدلي چې ان د ټولنیزو رسنیو له لارې خلکو ته خپل پیغام ورسوي.

هغې زیاته کړه:«زموږ د ناستې موخه دا وه چې خپل پیغام دوی ته ورسوو، دا چې د ګواښونو او فشارونو سره سره موږ بیا هم د خپلو خلکو د حقونو لپاره مبارزه کوو.»

آغلې اعجاز وړاندې وویل:«زموږ خوځښت ګواښ شوی وو، څو دا غونډه ترسره نکړي.»

د یاد خوځښت په غونډه کې چې نن په بڼو کې ترسره شو، زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

د یاد خوځښت مشر، منظور پښتون په دې غونډه کې وویل چې د پاکستان حکومت په پښتون مېشتو سیمو کې له وسله والو ملاتړ کوي.

د راپورونو له مخې په ډې غونډه کې د هغو کسانو کورنیو هم ګډون کړی وو چې ویل کېږي، د کورنۍ غړي یې د پاکستاند امنیتي بنسټونو او څارګرې ادارې لخوا تښتول شوي دي.

د پاکستان د پښتون ژغورنې خوځښت تینګار کړی چې په تېرو لسو کالو کې له پښتون مېشته سیمو دېرش سره کسان ورک شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په خیبرپښتونخوا کې رامنځته شو او موخه یې د پښتون د حقونو ترلاسه کول، په سیمو کې یې امنیت، د ورکو شویو کسانو موندل او همداراز په پښتون مېشتو سیمو کې د ماینونو ټولول بولي.

پاکستان کې د پښتون ژغورنې خوځښت غړې، سنا اعجاز وايي د پاکستان د پوځ لخوا ورته د رامنځته شویو خنډونو سره سره یې خپل پیغام خلکو ته رسولی دی

شریک یي کړئ