Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قاسم سلیماني څوک او امریکا ولې وواژه؟

د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې قومندان قاسم سلیماني نن سهار (جمعه د مرغومې په ۳مه) د عراق په پلاژمېنه بغداد کې د امریکا هوايي برید کې ووژل شو.

هغه له کاریزماتیک شخصیت سره په ایران کې یو له سترو او ناتو پوځي قومندانانو څخه و.

سلیماني په ایران، سوریه، عراق او لبنان کې د ډېرو لپاره یو اتل و؛ خو د امریکا متحده ایالاتو لپاره یو ترهګر شمېرل کېده.

قاسم سلیماني د ۱۳۳۵ لمریز کال په کب میاشت کې د کرمان ولایت په قنات ملک کلي کې وزېږېد.

هغه د یوې بې وزلې او کروندګرې کورنۍ غړی و؛او د لیسې دورې له زده کړو وروسته د کرمان په ښاروالۍ کې د اوبو رسونې په برخه کې پر کار بوخت شو.

هغه په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د سپاه پاسداران غړی شو او په ۱۳۵۹ لمریز کال کې یې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د دغو ځواکونو د یوې قطعې مسوولت پرغاړه لره.

قاسم سلیماني په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې  مشرشو.

هغه ولې د امریکا له خوا ووژل شو او د سیمو په هېوادونو کې د هغه ماموریت څه و؟

هغه تل په سیمه کې د امریکا پر فعالیتونو نېوکه کوله.

قاسم سلیماني د امریکا له لورۍ د ترهګرۍ پر ملاتړ او د سلګونه امریکایي سرتېرو په وژنه کې په لاس لرلو تورن و؛ او له ۲۰۱۳ زیږدیز کال راهیسې د امریکا تر څار لاندې و.

تېر زیږدیز کال ډانالډ ټرمپ د ایران سپاه پاسدران په منځني ختیځ کې په بې ثباته کوونکو او ترهګریزو بریدونو تورن کړ او دغه بنسټ یې یو ترهګر سازمان وباله.

د قاسم سلیماني په مشرۍ ځواکونه یا د ایران د سپاه پاسدران قدس څانګه په عراق او سوریه کې د دغو هېوادونو له حکومتونو په ملاتړ له خپلو متحدو ځواکونو سره د داعش او د حکومت د نورو مخالفو ډلو پر ضد  فعالیت لري او په لبنان کې د حزب الله ډلې په ملاتړ کار کوي؛ هغه په ایران کې د زرګونه افغان کډوالو د جلب و جذب مسوول و چې د لشکر فاطمیون په نوم د بشارالاسد د حکومت د ملاتړ لپاره سوریې ته لېږل شوي دي.

قاسم سلیماني د ځینو کارپوهانو له لوري د ایران د مذهبي مشر ځای ناستی بلل کېده.

اوس مهال اسماعیل قاآني د ایران د مشر له لوري د سپاه پاسداران د قدس څانګې قوماندان ټاکل شوی دی. د ایران مشر ویلي دي چې د دغو ځواکونو پروګرام به د پخوا په څېر روان وي.

قاسم سلیماني څوک او امریکا ولې وواژه؟

امریکا قاسم سلیماني د امریکا د ګډو په وړاندې په بېلابېلو بریدونو تورن وي او هغه د سلګونو امریکایانو د وژلو مسوول ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه