هندي چارواکو په دې هېواد کې د اورګاډي پټلۍ اوښتو له امله د ۲۰ تنو وژل کېدل او ۸۰ نورو ټپي کېدل تائيد کړي دي.
دا پېښه د هند شمال په " اترا پرادیش " ایالت کې له کرښې څخه د یوه اورګادي د وتو له امله رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چې له دې کرښې څخه د اورګادي شپږ کابینونه وتلي دي.
چارواکو ویلي دي چې ښایې د پېښې د قربانیانو شمېر له زیات شي.
هند په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې د اورګاډو اوږدې پټلۍ لري.
تراوسه د پيښې علت روښانه نه دی، خو په هند کې هر کال د ورته پيښو د رامنځته کیدو له امله زرګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.
د شنبې ورځې پېښه هند کې ورته څلورمه پېښه ده چې رامنځته کېږي. تېر کال په نومبر میاشت کې هم د اورګاډي پټلۍ له امله په اوتراپردیش ایالت کې کابو ۱۵۰ کسانو ژوند له لاس ورکړی وه.