Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د متقاعدینو حقوق به د دار الافتا‎ء له خوا تر څېړنې وروسته توشیح شي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د متقاعدینو تنخواوې به د دارالافتاء له لوري تر څېړنې وروسته ورکړل شي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د متقاعدینو د معاشونو ورکړه شرعي اړخونه لري چې له همدې امله دارالافتاء له خوا څېړل کېږي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«په بودیجه کې هم د متقاعدینو ونډه په نظر کې نیول شوې، اصلي موضوع دا ده چې په متقاعدینو پورې ځينو اړوندو موضوعګانو شرعي اړخونه لرل. هغه د اسلامي امارت دارالافتا ته راجع شوي چې هغوی یې وڅېړي او پایله یې بیا مقام ته وړاندې کړي.»        

له دې سره هم‌مهاله ځينې متقاعدین یوځل بیا د خپلو معاشونو په ورکړه کې پر ځنډ نیوکه کوي. دوی وايي چې د دوو کلونو له تېرېدو سره یې تنخواوې نه دي ورکړل شوي.                  

جنت ګل کلونه په یوې دولتي اداره کې کار کړی؛ خو اوس د تنخوا له نه ورکول کېدو شکایت کوي. نوموړی وایي، چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره اړ شوی چې د پلاستیکي بوتلونو راټولو ته مخه کړي.   

متقاعد جنت ګل وویل:«زموږ تقاعدي معاش نه راکوي، لس کسیزه کورنۍ لرم، یتیمان دي، زوی مې د کرزي په وخت کې شهید شوی، څلور، پنځه تنه یتیمان لرم.»

دغه تقاعد شوي کسان وایي، چې د خپلې تنخوا د نه ورکول کېدو له امله یې په ځلونو اعتراضونه کړي؛ خو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره، تر اوسه د اسلامي امارت له لوري تنخوا نه ده ورکړل شوې.

متقاعد عبدالجلیل مرادي وايي:«د متقاعدینو حق باید ورکړل شي، د امیر المومنین له مقام څخه، له مالیې وزارته، د تقاعد له ریاسته او د اسلامي امارت له ټولو چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د متقاعدینو حق ژر تر ژره ورکړي.»                                     

متقاعد عبدالقیوم هم وویل:«دوه کاله کېږي، یا یونیم کال کېږي، یا نولس میاشتې کېږي یا هم کم یا زیاتې کېږي، متقاعد دلته په تقاعد پسې ګرځي او خپل حق نه ترلاسه کوي.» 

متقاعد محمد داد بدخشي هم څرګنده کړه:«امیر المومنین صاحب ته چې د دغه هېواد زړه سوانده یې، له زړه سواندۍ او ترحم څخه استفاده وکړئ او دغو متقاعدینو ته یې تقاعد ورکړئ.»

تر دې وړاندې مالیې وزارت ویلي دي، چې د ۱۴۰۲ کال په بودیجه کې د متقاعدینو تنخوا په پام کې نیول شوې او ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه