Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د انرژۍ وزیر: که حق‌ابه مو ځانګړې نه‌شي نو قانوني څارنه به یې وکړو

د ایران د انرژۍ وزیر، علي اکبر محرابیان ویلي که طالبان د ایران د حق‌ابې د ځانګړي کېدو په اړه پر خپلو ژمنو عمل ونه‌کړي ایران به له قانوني او حقوقي وسیلو ګټه پورته کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې علي اکبر محرابیان زیاته کړې، چې د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې څارنه اوس هم د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده. 

د ایران د انرژۍ وزیر، علي اکبر محرابیان ویلي: «وروستي اورښتونه دې زموږ د حق‌ابې د خوشې کېدو لامل شي او که نه دا موضوع به د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ تعقیب شي.»

ورته مهال، اسلامي امارت وایي چې سرپرست حکومت د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د ایران د حق‌ابې ورکړې ته ژمن دی؛ خو په خبره یې دا چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی نو دا چاره هم باید په پام کې ونیول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل: «په ټوله کې موږ له ایران سره ژمنه کړې چې په دغه برخه کې هر هغه څه چې ۱۳۵۱ کې لاسلیک شوي قابل د عمل دي. خو وچکالي به هم په پام کې ونیسو چې افغانستان اوس له وچکالۍ سره مخ دی او وچکالي یوازې په ایران کې نه بلکې ټوله سیمه له وچکالۍ زیانمنه ده.»

اخوا بیا د اوبو د چارو ځینې کارپوهان وایي د افغانستان او ایران ترمنځ د شوي تړون له مخې باید د ایران حق‌ابه ورکړل شي.

دوی وایي که ایران او افغانستان د هلمند د اوبو د تړون په تړاو هوکړې ته ونه‌رسېږي، موضوع به نړۍوالو حقوقو ته راجع شي.

د اوبیزو سرچینو او چاپېریال ساتنې څړونکي، ډاکټر نجیب‌الله سدید په دې اړه وویل: «د افغانستان او ایران تر منځ د هوکړې له مخې، که چېرې د اورښتې له امله به دهراوود کې اوبه زیاتې شوې وي نو باید د ایران حق‌ابه هم محاسبه شي. او دا د کال غوره فصل دی چې د ایران حق‌ابه ورکړل شي.»

تر دې وړاندې د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي و چې هېواد یې په هېڅ صورت د ایران له حق‌ابې نه تېرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه