Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران د هلمند سیند د میاشتنۍ ارزونې غوښتونکی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د حق‌ابې د ورکړې په پار، د هلمند سیند پر میاشتنۍ ارزونې ټینګار کوي.
  
د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوې خبري ناسته کې وایي چې له هلمند سیند څخه د ایراني پلاوي لومړنۍ لیدنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت تعاملاتو د پېل نښه ده.
       
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني زیاتوي:«د تخنیکي ډلې لیدنه د افغاني لوري ژمنتیا او د ۱۳۵۱ کال د هلمند سیند د معاهدې د یوې برخې علمي کېدل ګڼو.»

ښاغلی کنعاني وایي، چې د ایران د حق‌ابې د ورکولو په موخه باید هره میاشت په هلمند سیند کې دغه ډول ارزونې ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«د ایران د اسلامي جمهوریت د حق‌ابې ارزونه د اوبو د کچې پر بنسټ ده، دا ډول لیدنې باید د معاهدې پر بنسټ په دوامداره توګه په منظمو میاشتنیو واټنونو کې ترسره شي.»

بل خوا، د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې له هلمند سینده د ایراني پلاوي له لیدنې وروسته د هغوی  اندېښنې لېرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«ایرانیانو د هلمند د اوبو په هکله اندېښنه لرله او په دې هکله یې بېلابېلې څرګندونې کولې؛ خو بالاخره موږ وتوانېدو چې ایراني پلاوي ته زمینه برابره کړو، راشي له اوبو لیدنه وکړي او بالاخره قانع شول او تاسو یې څرګندونې واورېدې.»

له دې ټولو سره سره، د اوبو د چارو ځيني کارپوهان پر دې باور دي، چې دواړه هېوادونه باید د اړیکو د ښه کېدو لپاره د یو بل اندېښنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالجمیل شیرانی وايي:«په معاهده کې داسې څه نه دي راغلي چې هغوی د هلمند سیند او کجکي بند ته ولاړ شي او لیدنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر ویلي وو، چې د ایراني پلاوي څېړنې ښيي چې د روان کال په زمري میاشت کې د دهراوود له دستګاه نه د تېرېدونکو اوبو جریان د عادي اوبیز کال تر میاشتنۍ کچې کم دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه