Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې شورا له پاکستانه غواړي چې د سولې بهیر کې صادقانه عمل وکړي

د سولې عالي شورا له طالب مشرانو سره د پاکستاني چارواکو د خبرو اترو په غبرګون کې وايي هیله لري دا ځل اسلام اباد صادقانه عمل وکړي.

 اخوا د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي پر پاکستان د امریکا له فشارونو وروسته طالبان خبرو ته چمتو شوي.

په داسې حال کې طالبان تاییدوي چې د دې ډلې پنځه کسیز پلاوي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه بحث کړی، د سولې عالي شورا وايي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو په وروستیو خبرو او په ترکیه کې د طالبانو د استازو په ناسته کې د دې شورا هېڅ یوه غړي ګډون نه درلود.

دغه شورا وایي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره له هرې هڅې ملاتړ کوي.

د سولې عالي شورا غړی حبیب الله فوزي وايي:«که‎چېرې پاکستان د سولې په اړه مخلصانه ګامونه پورته کړي، هغه بې اغېزې نه شو بللای، نو د هغې تجربې پر بنسټ چې لرو یې پخوا پاکستان د سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته نه ده کړې.»

له بلخوا د ولسي جرګې دوهم مرستیال وايي پر پاکستان د امریکا فشارونه د دې لامل شوي چې دا هېواد خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هڅې وکړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزی زیاتوي:«امریکا د ځان لپاره یو ځانګړی ځای لري. د هغه ویناوې او فشارونه خپلې اغېزې لري. نو موږ افغانان او د سولې عالي شورا باید له دې فرصته ګټه واخلو.»

ځینې نور په دې باور دي چې پاکستان په ځلونو پر نوموړي هېواد د واشنګټن د فشارونو له زیاتېدو وروسته د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره نمایشي ګامونه پورته کړي چې تراوسه یې د پام وړ پایلې نه دي لرلې.

که څه هم له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د استازو د دې کتنې کره وخت نه دی روښانه شوی خو د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي تېره اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړ او د ملي محاذ ګوند له مشر حامدګیلاني سره یې هم خبرې اترې وکړې.

طالبانو ډلې په واټس اپ پيغام پاڼه کې تایید کړې چې دا ډله په افغانستان کې د جګړې سیاسي هواري ته لېواله ده خو په دې اړه لازیات جزییات د نوموړې ډلې شرطونه له هغې جملې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي چې په ځلونو دا د سولې لپاره د دغې ډلې شرط و.

شریک یي کړئ