یوې امنیتي سرچینې طلوع نیوز ته ویلي چې تېره شپه چهارشنبې (د تلې پر۲۶ مه) د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۴۳ سرتیري شهیدان شوي او ۲۴تنه نور یې ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، طالبانو تیره شپه په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یوې اډې تر څنګ یو هاموې موټر ته چاودنه ورکړې او بیا اډې ته دننه شوي دي.
دغې سرچینې همدارنګه ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو دغه اډه پرځېدلې او د طالبانو له برید څخه وروسته د هوایي ځواکونو په برید کې لس طالبان هم ووژل شول دي.
په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق یاد برید تایید کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادې پېښې په اړه تراوسه دفاع وزارت څه نه دې ویلي.