د هلمند د جګړه ځپلو ولسوالیو ځينې اوسېدونکي په دغو ولسوالیو کې د ویجاړو شویو ښوونځیو د بیارغولو غوښتنه کوي.
دوی وايي چې ډېری ماشومان د ښوونځیو د ودانیو د کموالي له امله، زده کړو ته لاسرسی نه لري.
یو له هغو ښوونځیو چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د جګړو له امله ویجاړ شوی، زده کوونکي یې وایي، ښوونځی یې د وروستیو جګړو له امله ویجاړ شوی او زیاتوي که چېرط ښوونځی یې بیا ونه رغول شي د ژمي په رارسېدو سره به یې د زده کړو بهیر ټکنی شي.
زده کوونکی نصیب الله په دې هکله وايي:«موږ له حکومته غواړو چې زموږ ښوونځي بېرته ورغوي ځکه د ګرمۍ او اورښت په شرایطو کې نه شو کولای خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»
بل زده کوونکی مطیع الله هم څرګندوي:«دلته ګرمي ده او باران دی، زموږ هیله دا ده چې زموږ ښوونځي جوړ کړي.»
د هلمند اوسېدونکي چې دا مهال یې یو شمېر ماشومان له زده کړو محروم دي، د ورانو شوو ښوونځیو بیا رغېدنه د اسلامي امارت مسوولیت یادوي.
د هلمند اوسېدونکي محمد اکبر وویل:«د اوسني حکومت مسوولیت دی او باید د زده کړو زمینه برابره کړي، ځکه ژمی د رارسېدو په حال کې دی او زموږ ماشومان د زده کړو لپاره ځای نه لري.»
د هلمند بل اوسېدونکی حاجي سماعیل هم وايي:«ښوونځي دې فعال شي چې زموږ ماشومان د خپل راتلوونکي لپاره زده کړې وکړي.»
ورته مهال بیا د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، پلان لري، چې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو په مالي همکارۍ د هلمند جګړو ځپلو سیمو کې د ۳۶ بابه ښوونځیو ودانۍ ورغوي، چې د ځینو یې رغنیزي چاري په بشپړېدو دي.
د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمد عوض انصاري څرګندوي:«موږ پلان لرو چې د یونېسف په مالي همکارۍ ۳۶ بابه ښوونځی چې هر یو یې ۱۵ تر ۲۰ زره ډالره لګښت لري، بیاورغوو.»
هلمند کې یوازې ښوونځي نه دي ویجاړ شوي بلکې د هلمند په زیاتو سیمو کې د تېرو جګړو پرمهال ډېری ښوونیز مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه