د مالیې وزارت وايي چې تراوسه له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې درې مېلیارده افغانۍ او ۱۵ مېلیونه ډالر د حکومت له بودیجې لګول شوي دي.
د مالیې وزارت وایي چې د عامې روغتیا وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکه اداره د دغو پیسو د لګښت مسوولیت لري، خو تراوسه دغو دوه بنسټونو د دغو پیسو د لګښت په اړه مالیې وزارت ته رپوټ نه دی استولی.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وايي:«موږ ژمن یوو چې د اړتیا په صورت او په نږدې فرصت سره د حکومت له بودیجې لس مېلیون ډالره روغتیا وزارت ته ورکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنه شوې مرستې څه باندې شپږ سوه مېلیونه ډالرو ته رسېږي.
د مالیې وزارت وايي چې له دې ډلې د مالیې وزارت تر اوسه شل مېلیون ډالره له نړیوال بانک څخه تر لاسه کړي دي.
په داسې حال کې چې د ناروغانو لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پر ستونزو او دغه راز په کوویډ نولس روغتونونو کې د ظرفیت او دستګاوو پر کموالي نیوکې شته؛ د دغو مرستو د لګول کېدو څرنګوالی له پوښتنو سره مخ شوی دی.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرایي رییس اکرام افضلي وايي:«افغان حکومت د کووېډ نولس بودیجه کې د خلکو د ګډون په تامین کې ناکام و. حکومت نه دی نتوانېدلی چې د کووېډ نولس بودیجې په لګښت کې روِڼتیا تامین کړي او خلکو ته د حساب ورکړې زمینه برابره کړي.»
د ولسي جرګې غړی حسن پکتیاوال هم څرګنده کړه:«په کورونا ویروس او یا کووېډ نولس کې د حکومت ناسم مدیریت په افغانستان کې د ستر انساني ناورین لامل شوی دی.»
په افغان جاپان روغتون کې د کووېډ نولس ناروغانو ځينې کورنۍ وایي چې په دغه روغتون کې روغتیايي خدمتونه محدود دي او دوی د خپلو ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره درمل او اکسیجن له بازاره پېري.
د ناروغ د کورنۍ غړی نجیب الله مبارز وویل:«خیانت کوونکي دي، خدمت نشته. که چېرې خدمت و د خلکو مریض به نه مړ کېده.»
د بل ناروغ د کورنۍ غړی فهیم نبي زاده هم زیاتوي:«معلومه نه ده چې دغه مرستې چېرته ځي.»
بل خوا په هېواد کې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځينې نړیوالو بنسټونو او نورو هېوادونو د درملو او روغتیایي وسایلو مرسته هم کړې ده.
په دې وروستيو کې جرمني ژمنه کړې ده چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره به له افغان حکومت سره اوه مېلیارده افغانۍ مرسته وکړي.