Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د۳۰۰ زره جنجالي رایو د یوې برخې د ځانګړې څېړنې بهیر له سره پیلېږي

د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د یوې برخو د ځانګړې څېړنې او تفتیش بهیر د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د پنجشنبې له ورځې (سلواغې له ۲۴مه) راهیسې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د استازو د نشتون له امله درول شوی دی.

دغه بهیر د پنجشنبې پر سهار پيل شو خو د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته، کله چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون استازو دغه بهیر پرېښود، ودرول شو.

په ټاکنو کمېسیون کې سرچینې وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون استازو د ټاکنو خپلواک کمېسیون له استازو سره د نظر اختلاف له امله، د تفتیش بهیر نیمګړی پاتې شو.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو نن (شنبې د سلواغې په ۲۶مه) وویل چې دغه بهیر سبا (یکشنبې) له سره پیلېږي.

د دغو چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده چې بدخشان، تخار، فاریاب، سرپل، غزني، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د رایې ورکولو محلونه وڅېړل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«په هغه صورت کې چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې محترم کمېسیون، همکاران حضور پیدا نه کړي موږ د هوکړه لیک، کړنلارې او لوایحې پر بنسټ او د څارونکو
بنسټونو او سیاسي ګوندونو او بهیرونو په حضور کې دغه بهیر پیل وو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون په دې اړه څه نه وايي؛ خو په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې سرچینې وايي چې، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې په اړه بېلابېل لید لوري لري.

د اشرف غني ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول داوود سلطان زوی وايي:«خپل منځۍ شخړې دي، شخصي سلیقې دي، او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې پر کمېسیون د ځينو ټاکنیزو ډلو د غوښتنو تحمیل دی، شونې ده چې اصلي لامل همدا وي.»

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول نور رحمان اخلاقي هم څرګندوي:«په بېلابېلو موردونو او د طبیقاتو په اړه یوې پایلې ته نه یوو رسېدلي او له بده مرغه بیا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روڼتیا د تامین لپاره هوډ نه ښيي.»

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وروستۍ پرېکړه له نیمګړتیاو ډګه بولي.

د ټیفا اجراییه رییس نعیم ایوب زاده څرګندوي:«پرېکړې ستونزې لري؛ حتا ځينې یې قانوني نه دي او دې ستونزه رامنځته کړې، د دې لپاره چې ونه کړای شي تطبیقي بڼه ولري.»

د ۳۰۰ زره جنجالي رایو او د دغو رایو د یوې برخې د ځانګړې څېړنې په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون له پرېکړې څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي؛ خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي دغه پرېکړه ډېرو توضیحاتو ته اړتیا لري. 

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې سرچینې وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنوې په اړه د نظر اختلاف لري.

شریک یي کړئ