Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هغه مور او پلار چې لس کلن زوی یې «طالبان وژلی» سوله غواړي

د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې هغه مور او پلار چې ادعا کوی له هغې وروسته کله چې امنیتي سرتېرو ته یې چای او مېوه ورکړه، طالبانو یې لس کلن زوی وواژه.

د وژل شوي ماشوم روح الله مور معصومه وايي چې د روان کال د زمري په ۱۶مه، طالبانو د هغوی لس کلن زوی چې پسونه یې له څړځایه کورته راوستل په مرمۍ وویشت او مړ یې کړ.

هغه زیاتوی چې په خپله یې د خپل زوی په وینو لېت پېت مړی پر اوږو کورته راوړی دی:«زوی مې ډېره وینه ضایع کړې وه. کله مې چې پورته کړ لاس مې په ټپ کې ننوت؛ بدن یې سوری شوی و. تر سهاره یې له ټپه وینه راغله.»

هغه زیاتوي:«زه چې ولاړم زوی مې شهید شوی و. زه چې د هغه په لوري ولاړم، له همدې ځایه تر هغه ځایه طالبانو ووهلم. زوی مې چې به اوږه کړ، لیدی مې نه و چې ټپ لري یا مړ دی. طالبانو پر ما هم ډزې کولې؛ جامې مرمیو سوځولې وې.»

دغه ماشوم وايي، کله چې ورور یې روح الله په مرمۍ ولګېده؛ له هغه سره یو ځای و او روح الله بیا هغه د دغه خبر د رسولو لپاره خپلې مور ته ولېږه.

د دغو ماشومانو پلار وايي، طالبانو د ده زوی له دې امله وژلی چې له سرتېرو سره یې په مهربانی چلند کړی و.

د وژل شوی روح الله پلار علي شاه زیاته کړه:«زما همدې زوی لږ زردالو ومینځل او عسکرو ته یې راوړل، نه پوهېږم چې هغوی (طالبانو) ته چا راپور ورکړی و. بیا هغوی موږ ته وویل چې ستا زوی سرتېرو ته چای ورکوي، زردالو ورکوي؛ بیا هم د خپل زوی پوښتنه کوې.»

خو طالبان بیا وايي چې دغه ادعا څېړي.

د دې ټولو سربېره دغه مور او پلار په هېواد کې د جګړې د پای غوښتونکی دي او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو له مرکچي پلاویو څخه غواړي چې لومړی د اوربند په سر هوکړه وکړي.

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په نږدې شل کلنې جګړه کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

خو بیا هم خلک په دوحې کې د سولې روانو خبرو ته په تمه دي؛ چې دغه وینې بهیدنې پایته ورسېږي او د معصومې په څېر نورې مېندې د خپلو بچیانو په ویر کېنني.

دغه مور او پلار وايي چې د انسان دوستۍ له امله یې سرتېرو ته چای او مېوه ورکړې وه، خو طالبانو د هغوی زوی وواژه.

شریک یي کړئ