Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل کې څو جنايي او د امنیت ضد پېښې

په داسې حال کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د کابل پولیس دوه ځله له غلو او وسله والو ډلو سره وسله واله نښته لرلې ده، په دې موده کې دغه ښار د څو امنیتي او جنايي پېښو شاهد هم و.

په یوې دغې پېښه کې نن سهار وسله والو کسانو د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې یو تن په ډزو سره وواژه.

له هغې څو ساعته مخکې د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې له امله ۴ پولیس ټپیان شوي دي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې رییس سخي احمد پیمان وايي:«که چېرې دا بهیر دوام پيدا کړي، نن زموږ صرافایانې له ستونزو سره مخ دي، وروسته زموږ صنعت به هم له ستونزو سره مخ شي، پانګونه به هم له ستونزه سره مخ شي.»

د کابل د امنیه قومندانۍ په وینا، د کابل ځينې پولیس د سې شنبې په شپه په واصل آباد سیمه کې د ناپېژنده وسله والو له لوري په نښه شول او د دواړو خواو تر منځ له جګړې او د څو پولیسانو له ټپي کېدو وروسته، پنځه تنه کسان د دغه برید په تړاو نیول شوي دي.

له دې سره سم، په همدې شپه د وسله والو غلو یوه څلور کسیزه ډله د کابل په دهبوري سیمه کې د پولیسو له لوري نیول شوې ده.

ورته مهال ځينې هغه کسان چې کابل کې په جنايي جرمونو کې زیان لیدلی او خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي دي، د دغه وضعیت دوام د منلو وړ نه ګڼي.

ابوالفضل چې دوه ورځې مخکې د تره زوی یې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې په یوې مرموزې پېښه کې له لاسه ورکړی، وايي پولیس د هېوادوالو د امینت په تامین کې ناکامه دي.
هغه وايي چې شهرام ۱۷ کلن و او د ناپېژانده کسانو له خوا په چړې سره په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوی دی:«کابو پنځلس او اولس چړې خوړلې دي او همالته ساه ورکړې او شهید شوی.»

د شهرام د ترور زوی فرید تنها هم زیاتوي:«ژر ترژره دې پېښه وڅېړي. ژر ترژره هغه څوک چې د پېښې عامل دی، موږ ته دې پیدا کړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.»

د کابل اوسېدونکې خدیجه وايي، د غلو له لوري د دې ټېلفون له غلا کېدو څو اوونۍ تېرېږي؛ خو د هغې پېښې له امله یې رواني وضعیت لا هم ځوروي:«دغه ذهني تصورات چې زما په وجود کې رامنځته شوي وو، د بېلګې په توګه زه له کوره راوتلم ویل مې نن بیا زما موبایل ورک نه شي او دا چې په کوم ځای کې په خپل کمپیوټر کې کار ولرم، هغه ورځ زه خپل کمپيوتر له ځان سره نه شم په ارامۍ یوسم.»

کاب مېشته ژولي هم زیاتوي:«هغه اندېښنه چې په خپل ذهن کې لرم دا ده چې تر کوره څه ډول روغه ورسېږم.»

شریک یي کړئ