Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې وزلۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ؛«غور کې له لوږې د یوه کس مړینه»

له بې وزلۍ سره د مبارزې په نړیواله ورځ په غور کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې لوږې د دغې کورنۍ د یوې زړې ښځې ژوند واخیست.

د دغې ډېر عمره ښځې کورنۍ وايي څو ورځې کېږي چې د ناامنیو له امله له بادغیس ولایت څخه غور ولایت ته راغلي دي.

د دغې کورنۍ یوه غړې آمنه وایي په قادس ولسوالۍ کې د جګړو له امله د غور مرکز ته را وتښتېده، خو خبره نه وه چې په دې ولایت کې به لوږې سره مخ شي.
دا مېرمن وایي څو ورځې کېږي چې د خوړلو لپاره څه نه لري.

د جګړو له امله بې ځایه شوې آمنه څرګندوي:«له لوږې او یخنۍ نه مړه شوو، دلته راغلو. دولت هم زموږ احوال ه اخلي.»

د جګړو له امله بې ځایه شوې ښځه هم وايي:«له لوږې او تندې نه مې مور مړه شوه. بې چاره تلله تګ او دروېزه یې کوله او دغو صغیرانو ته یې راوړه او پرې خوړله به یې.»

په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړو  دوام د بې وزلۍ د زیاتوالي او خوړو ته د هېوادوالو د نه لاسرسي له اصلي لاملونو بلل کېږي.

د احصایې او معلوماتو د ادارې شمېرې ښيي چې د هېواد تر نیمایي زیات نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده رویینا شهابي وايي:«د هغې وروستۍ سروې  پربنسټ چې په دې وروستیو کې موږ کړې وه ۵۴، ۵ سلنه خلک له بې وزلۍ سره مخ دي.»

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې د افغانستان شاوخوا یو پردرېیمه برخه وګړي پوره خوړو ته لاسرسی نه لري او که وضعیت په همدې ډول دوام ومومي . دا شمېر به پنځلس مېلیونه یعنې د هېواد نیمایي نفوس نه زیات شي.

 د بشري حقونو د سازمان رییس لعل الدین لعل زیاتوي:«چنګ د خلکو پر خوړو، د خلکو د ژوند پر چاپېریال منفي اغېزه کوي.»

د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي دي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د پراختیا له امله څه باندې درې مېلیون تنه له لوږې سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د شمېرو له مخې افغانستان په روان زیږدیز کال کې ۷۳۰ مېلیونه ډالره بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ