Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مجاهد کاکړ د یادښت او فاتحې مراسم په کابل کې ترسره شول

د افغانستان یو له تکړه خبریالانو او د طلوع نیوز پخواني رییس مجاهد کاکړ د یادښت او فاتحې مراسم، نن چهارشنبې (د لړم په ۷مه) د ځینو سیاسي، رسنیزو څېرو او د هغه د کورنۍ غړو په حضور کې کابل کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې چې د عیدګاه په جومات کې جوړ شوي وو، ځينې ګډونوال وايي چې مجاهد کاکړ د افغانستان د ازادو رسنیو په بدلون کې څرګنده او اغېزناکه ونډه لري.
  
د ولسمشر د عامه او سټراټېژيکو اړیکو سلاکار وحید عمر چې په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، مجاهد کاکړ په افغانستان کې د خبریالانو لپاره یوه مثال ګڼي:«مجاهد کړ د ځوانو خبریالانو لپاره او د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د مطبوعاتو په برخه کې کار کوي، یوه بېلګه او مثال دی. هغه د تقلید لپاره یوه مرجع ده.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال شیوا شرق هم وویل:«مجاهد کاکړ، کماکان او بې درېغه او بې باکه مبارزه کوله.»

مجاهد کاکړ د څه باندې یوې لسیزې لپاره د طلوع او طلوع نیوز د سیاسي او خبري پروګرامونو د چلوونکي په توګه کار کړی و.

مجاهد کاکړ د هېواد د رسنیو په تاریخ کې په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ د لومړنۍ ټلوېزیوني مناظرې کوربتوب وکړ او د ازادو رسنیو په تحولاتو کې یې هم مهم نقش ترسره کړی دی.

د پژواک خبري اژانس رییس دانش کروخیل وايي:«نن له نېکه مرغه د افغانستان رسنۍ چې جرات لري، د کاکړ صېب له شخصیته الهام اخیستی دی.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر هم وویل:«د خبریالۍ کار هر ګام یې د مسلکي قواعدو پر بنسټ اېښوده او له ټولو مهمه دا چې تر وروستیو ورځو چې متوجه کېده ناروغ دی، له کار څخه لاس وانه خیست.»

له بل لوري، طلوع نیوز خپله مرکزي سټډیو د مجاهد کاکړ د کارونو د درناوي په موخه د هغه په نوم ونوموله.

هغه د روان کال په غوليي میاشت کې له څو کلونو ناورغۍ وروسته د المان په یوه روغتون کې سترګې له دې نړۍ پټې کړې.

مجاهد کاکړ د روان کال په غوليي میاشت کې له څو کلونو ناورغۍ وروسته د المان په یوه روغتون کې سترګې له دې نړۍ پټې کړې.

شریک یي کړئ