Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یکاولنګ د قربانیانو کورنۍ: د سولې بهیر کې دې زموږ غږ واورېدل شي

د بامیانو د یکاولنګ د پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو د هغوی د ډله ییزې وژنې په شلم تلین کې، د سولې بهیر کې د هغوی د غږ د اورېدو غوښتونکي شول.

دوی وايي چې د عدالت د تامین لپاره باید د سولې بهیر کې د ډله ییزې وژنې عاملانو او هغه کسان چې د خلکو په عام وژنه کې دخیل وي، باید معافیت ورنه کړل شي.
                            
د واحد افغانستان د حرکت ګوند مشر ابوالحسن یاسر وايي:«هیله کېږي چې دغه مذاکرات پر داسې پایلې پای ته ورسېږي چې د غمونو، تاوتریخوالیو، وینو تویولو او د اوږدې مودې غمیزې د پای جشن ولمانځو.»
                       
د پوهنتون استاد رحمت الله بیژنپور هم وویل:«له همدغه حکومته ته دې وغواړي چې د یکاولنګ په هکله یو بې مخینی اقدام وکړي.»

نجیبې حسینې د یکاولنګ په پېښه کې خپل ورور او خپلوان له لاسه ورکړي دي. دا وایي چې په هېواد کې د جګړې له دوامه ستومانه شوې ده او باید په هېواد کې عادلانه سوله رامنځته شي:«سوله چې عادلانه وي. د شهیدانو کورنۍ په جریان کې وي او زموږ غوښتنو ته رسېدنه وشي چې طالبانو له موږ سره څه ډول جفا وکړه.»
 
د یکاولنګ د پېښې د قربانیانو خپلوان سید جاوېد شکیب زاده څرګنده کړه:«باعزته سوله او هغه سوله چې انساني کرامت، د بیان ازادي، د قربانیانو حقونو ته رسېدنه او همدارنګه د ښځو حقونه په کې تامین شي.»               

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په سولې بهیر کې د قربانیانو د حقونو پر تامین ټینګار کوي. 

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل:«عادلانه او پایداره سوله هغه وخت ټیګېدای شي چې د خبرو اترو په لړ کې د قربانیانو حقونه په پام کې ونیول شي او د قربانیانو له کورنیو سره په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه اړیکه ونیول شي.»

د یکاولنګ د قربانیانو کورنۍ ادعا لري چې طالبانو ۱۳۷۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر نولسمه د یکاولنګ ولسوالۍ له نیولو وروسته نږدې ۳۰۰ ملکیان ووژل، خو د دې پېښې عاملان تر اوسه مجازات شوي نه دي.
  
شریک یي کړئ