Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیاسي څېرو په غونډه کې؛ د جګړې زیانمنو ته دې غرامت ورکړل شي

د هېواد ځينې سیاسي څېرې وايي په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د ځينو هېوادونو د پوځي حضور په لړ کې، په زرګونو تنه وژل او ټپيان شوي دي.

دغو سیاسي څېرو د تېرو شلو کلونو په جګړو کې د بهرنیانو له لوري افغانانو ته د زیانونو د اړولو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې هغو کورنیو ته د غرامت غوښتنه کړې چې زیانمنې شوې دي.

ځينې دغه څېرې له اسلامي امارته غواړي چې د خلکو مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د افغانستان د متحد  فکري ګوند مشر محمد سلیم پیګیر په دې غونډه کې وايي:«موږ غواړو چې نه یوازې هلمندیانو ته غرامت ورکړي، بلکې غواړو چې د افغانستان تېږي تیږې ته تاوان ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي محب الله شریفي هم وویل:«په اسلامي امارت کې مخکښ کسان چې کولای شي په دې برخه کې په دې لاره کې، د افغانستان د خلکو د غږ پورته کولو لپاره هر امکانات چې په واک کې لري د افغانستان له خلکو څخه یې سپما نه کړي.»

د دې غونډې ځيني ویناوال له سترو قدرتونو او د نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ یوازینۍ لار زده‌کړې بولي او له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

د سیاسي چارو شنونکی حمید الله هوتک وايي:«له بده مرغه هر کله چې د قلم خبره رامنځته کېږي موږ بایللې ده، د سیاست خبره چې رامنځته کېږي موږ بایللې ده. راځئ چې دغه تشه ډکه کړو او خپل دغه غږ د اسلامي امارت پر مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده کوو چې زموږ غږ واوري، زموږ د بچیانو غږ واوري، زموږ د خویندو او میندو غږ دې واوري.»
 
د اسلامي امارت غړی توریالی همت هم څرګندوي:«سل په سلو کې د دوی له خبرو سره همغږی یم نه یوازې دوی بلکې هغه سیاستوال چې د افغانستان او د خلکو په خیر فکر کوي د هغوی غږ اوري او تر ډېره ځایه یې عملي کوي هم.»

عبدالجبار صافی چې په هېواد کې یې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال یې د کورنۍ ۱۴ غړي د هوایي برید په پایله کې وژل شوي او ټپیان شوي، شکایت کوي چې ستونزو ته یې پاملرنه نه‌ده شوې.

د قرباني شویو کسانو د کورنۍ غړی عبدالجبار صافی زیاتوي:«موږ درې کورنۍ هلته وو او ۱۴ تنه شهیدان او ټپیان شول او تر ننه هېچا زموږ پوښتنه ونه‌کړه.»

د دې غونډې ګډونوال دغه راز د بهرنیو پوځیانو د بې عدالتیو پر وړاندې د افغانانو د درېدو د ژمنې غوښتنه کوي او له هېوادوالو غواړي چې په افغانستان کې د بې عدالتیو پروړاندې خپل غږ پورته کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه