Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روزګان کې د بهرنیو ځواکونو د بریدونو د قربانیانو کورنۍ د ملاتړ غوښتنه کوي

په روزګان کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې د قربانیانو ځینې کورنۍ، له سرپرست حکومته د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کوي.

۵۲ کلن عبدالعلي د روزګان د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکی وایي چې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکایي ځواکونو له لوري د هوایي برید په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ده د کورنۍ لس غړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

روزګان کې د قربانیانو د کورنۍ غړی عبد العلي وايي:«د اتو بجو څخه نیولې د چای له وخته نیولې تر نهو بجو ټول شهیدان شول، دغه لس تنه شهیدان شول او څلور نور ټپيان شول.»

د یادې ولسوالۍ ځينې نور اوسېدونکي هم چې د خپلو کورنیو غړي یې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې له لاسه ورکړي، له سرپرست حکومت څخه د مرستې او لاسنیوي غوښتنه کوي.

روزګان کې د قربانیانو د کورنۍ غړی شاه ولي څرګندوي:«دا د شپې چاپه وه چې پنځه تنه دننه په کور کې شهیدان شول او یو د اتو میاشتو ماشوم و چې په خوله کې یې وویشت او د مور په لاسو پورت و، او د مور لاس یې تراوسه معیوبه دی.»

روزګان کې د قربانیانو د کورنۍ بل غړي احسان الله هم وویل:«دا خلک له جګړې څخه دومره ستړي دي چې تراوسه پورې یوه بستره هم نه‌لري چې په کې پرېوزي، دا ۲۰ کاله دا ۳۰ کاله کېږي چې په دې هېواد کې په ځانګړې توګه په روزګان کې جنګ دی، په کلیو کې د کورونو دروازې نشته، کړکۍ‌ګانې یې نشته، اوبه یې نشته، خوراکه یې نشته، هېڅ هم نه‌لري.»

 ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم طلوع‌نیوز ته وایي چې په روزګان کې به د تېرې شل کلنې جګړې پرمهال د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره لازمې مرستې وشي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي:«په مرکزي مجلسو کې شتون لرو، تر ټولو نه یې اولویت یې دغو دردېدو خلکو ته چې دا ډېر ځورېدلي دي دغو خلکو ته ورکړی دی. چې په راتلونکي کې دوی ته په کامله توجه باندې مشرتابه متوجه دی. »

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو د بریدونو په پایله کې د قربانیانو کورنیو له نړۍوالې جزایي محکمې او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو د دغو پېښو عاملینو ته د سزا ورکولو او دوی ته د غرامت د ورکړې غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه