Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې مذاکرات؛ تېرو نهو ورځو کې د اجنډا توحید لپاره ناسته نه ده

نهه ورځې کیږي چې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د ډلې مرکچي پلاویو کاري ډلو د اجنډا د یووالي لپاره هېڅ ناسته نه ده کړې.

په قطر کې د افغانستان د سولې د دویم پړاو له پیله دیارلس ورځې تېرېږي، خو په دې موده کې دواړو خواوو د مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره یوازې درې غونډې کړې چې درې واړه یې بې پایلې وې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو ډلې د طالب مذاکراتي ډله په دې تورنه کړې چې په دغو خبرو کې ګډون کولو ته لیوالیتا نه لري او په دې برخه کې د طالبانو نه حاضرېدل د پوښتنې وړ بولي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې، شریفه زرمتۍ وردګ وايي:«له چې مقابل لوری د اجندا په تړاو خبرو ته چمتووالی ولرلو، زموږ هیله دا ده چې دا خبرې زر پیل شي.»

په هېواد کې سیاستوال بیا په دې باور دي چې، دواړه پلاوي له درې اوونیزو رخصتیو وروسته اوس سره یو ډول منزوي شوي او په کابل، واشنګټن او آن اسلام آباد کې پرېکړو ته په تمه دي.

له دې سره سم، د اسلامي جمعیت ګوند اجراییه مشر، عطامحمدنور وايي، په سولې خبرو کې د امریکا او طالبانو د یو اړخیزو غوښتنو عملي کېدل د منلو نه دي:«که طالبان غواړي چې یوجابنه راشي او امریکا اوغواړي چې د خپلو ګټو لپاره څه عملي کړي، هم به د حکومت او هم به د جهاد او مقاومت حوزې لپاره د منلو نه وي.»

همداراز د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر، احمدولي مسعود وايي:«دواړه د سیاسي امتیاز اخیستو لپاره سره سیالي کوي، او نور لوري هم له دې میدانه ګټې ترلاسه کوي.»

د هېواد په څه باندې لسو ولایتونو کې د جګړو له دوام سره جوخت یو شمېر هېوادوال هم په قطر کې د دواړو خواوو پلاوي د افغان ولس د غوښتنو پر وړاندې پر بې غورۍ تورنوي.

د کابل اوسېدونکی، محمدضمیر څرګندوي:«هره ورځ خلک وژل کیږي، هره ورځ خلک زوریږي او  کورونه یې په شا دي، تر کله؟»

په داسې حال کې چې طالبان دوحه کې د سولې خبرو د اجنډا توحید په تړاو د ناستو نه ترسره کېدو په تړاو  څه نه وايي.

شریک یي کړئ