Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د ګچو کارخونې وژل شویو کارګرو کورنۍ عدالت غواړي

په ننګرهار کې د ګچ په یوې کارخونه کې د وژل شویو کارګرو کورنۍ له حکومته غواړي چې د دغې پېښې له څېړنې سربېره د هغې د بیا تکرارېدو لپاره تابیاوې ونیسي.

دوی زیاتوي، ټولو دغو کارګرانو له یوې اونۍ راهیسې په ورځ کې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې په دې کارخونه کې کار کاوه.

وسله وال کسان چارشنبه ماښام د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د ګچو یوې کارخونې ته د ننه شول او اووه تنه کارګر یې ووژل او له سیمې وتښتېدل.

د وژل شویو کارګرو له ډلې یو یې هم ۲۳ کلن هاشم و چې لنډ وخت کې له ایرانه ویستل شوی او ننګرهار کې د یوې اوونۍ راهیسې کار پیل کړی و.

د هاشم ورور، محمدعارف چې ۱۹ کاله عمر لري او اوس ورته ۸ کس ییزه کورنۍ ورپه غاړه ده وايي:«لویه هیله یې دا وه چې د ورځې څلور یا پنځه سوه پیدا کړی، د یوه کارګر هیله. شهید شو، وروسته له دې اړ یم چې زه کار وکړ او درانه کارونه وکړم.»

د هاشم پلار،  ګل محمد څرګندوي:«پلان مو درلود چې دلته یوه ملکرو پیسې پور کړو او کور یې اباد کړو، خو مقصد ته ونه رسید.»

درې وروڼه؛ ۲۷ کلند خداداد، ۲۴ کلن حبیب الله  او ۱۷ کلن رضا ننګرهار کې د ګچو کارخونو په اوو قربانیانو کې شامل دي.

د قربانیانو خپل، ابراهیم ارشادي وايي:«دا ډول بریدونه د خلکو یووالي ته زیان رسوي او د خلکو بارو له منځه وړي، دریم دا چې خلک د نظام پر وړاندې ولاړوی.»

د پوهنتون استاد، محمدسالم یوسفي زیاتوي:«وروستی برید په افراطیت کې رېښه لري، تندلارۍ ټولنه کې رېښې کړې دي او د افغانستان ډېرو سیمو کې رواج شوې ده.»

وسله وال کسان چارشنبه ماښام د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د ګچو یوې کارخونې ته د ننه شول او اووه تنه کارګر یې ووژل. د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

شریک یي کړئ