په کابل ښار کې د دوو جنايي پېښو په ترڅ کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د کابل پولیسو نن یکشنبې (د کب په ۱۷مه) وویل چې تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند کمپنۍ سیمه کې یو ځوان د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوی دی.
پولیسو زیاته کړه چې د دغې پېښې په تړاو، یو تن نیول شوی دی.
ورته مهال، نن سهار د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې په یوه بله پېښه کې یو ځوان هلک د ناپېژانده وسله والو له خوا ټپي شوی دی.
پولیس وايي چې دغه دوه پېښې تر څېړنې لاندې دي.