Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په څلوېښت کلن کړکېچ کې د سولې هوکړه لیکونو ارزونه

په هېواد کې له روان کړکېچ او کشالې څلور لسیزې تېرېږي. تاریخ لیکوونکي د ۱۳۵۷ لمریز کال د چنګاښ ۲۶ نېټې کودتا چې د محمد داوود خان د حکومت د پرځېدو لامل شو، په هېواد کې د اوسني کړکېچ پيل ګڼي.

که څه هم له هغې مودې راهیسې تراوسه په بېلابېلو دورو کې، د لېرې او نږدې هېوادونو په هڅو سره، د سولې بهیر په هېواد کې یو ډول بټه غوره کړې؛ خو دغو هڅو تر ډېره لمس کوونکې پایله نه ده لرلې ځکه چې د تاریخ لیکوونکو په وینا، د افغانستان په کړکېچ کې ښکېل لوی لوبغاړي د سولې بهیر بریالیتوب ته لېوالتیا نه ده لرلې او یا هم هغه یې جدي نه ده ګڼلې.

ځينې تاریخ لیکوونکي او سیاستوال شخصي، تنظیمي غوښتنې او د سیمې او نړۍ هېوادونو لاسوهنه سولې ته د افغانستان د نه رسېدو اصلي لاملونه یاد وي.
  
په افغانستان کې د کړکېچ د حل لپاره د څه باندې څلوېښت کلن کړکیچ په لړ کې تر اوسه د سولې څو هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

یو له دغو هوکړه لیکونو څخه د ژنیو سیاسي هوکړه لیک دی. دا هوکړه لیک د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د افغانستان، پاکستان او پخواني شوروي د استازو په حضور سره د ۱۹۸۸ کال د اپرېل په اتمه لاسلیک شو چې په افغانستان کې د شوري له لس کلن حضور وروسته د دغه اتحاد د ځواکونو د وتلو د پېل لامل شو.

د ډاکټر نجیب د حکومت پر وړاندې د مجاهدین د جګړې په دوام سره هغه د ملي روغې جوړې تګلاره مخې ته کړه.
د ډاکټر نجیب د ملي ورغې جوړې طرحه په داسې شرایطو کې چې د جګړې یوه لوري د بري احساس کاوه او د دولت د سقوط لپاره یې پلانونه جوړول؛ کوم ځای ونه نیو او د نجیب حکومت راوپرځېد.

د ۱۹۹۲کال په اپرېل میاشت کې په پاکستان کې د مجاهدینو ۵۱ کسیزه شورا جوړه شوه. دغې شورا مسوولیت درلود چې په انتقالي دوره کې واک د لنډمهالي حکومت په توګه په لاس کې واخلي. د دې شورا مشري په لومړیو دوو میاشتو کې صبغت الله مجددي او په ورپسې څلورو میاشتو کې برهان الدین رباني ته ورکړل شوه. خو تر دې مخکې چې دا شورا کابل ته ننوځي، د بېلابېلو جهادي ډلو ترمنځ جګړه پېل شوه.

د دغو تنظمونو تر منځ له هرې جګړې وروسته به د سولې پلاوی ټاکل کېده، خو هېڅ یو یې د سولې پر ټینګښت بریالی نه شو. تر دې چې د طالبانو ډله رامنځته شوه او په ۱۹۹۶ کال کې د دې ډلې له لوري کابل ونیول شو.

د طالبانو پنځه کلنه دوره هم د هېواد په ځینو برخو په تېره بیا شمال کې له مقاومت سره مخ شوه او بالاخره د دې ډلې رژیم له اسامه بن لادن نه د ملاتړ له امله په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له لوري ړنګ شو.

د بن غونډې سره له دې چې د افغانستان تازه بنسټ کېښود، خو ویې نه کړای شول چې جګړې او تاوتریخوالي پای ته ورسوي او طالبانو ورو ورو د خپل نفوذ ساحه پراخه کړه. 

له دې سره همهاله له طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته هم پاملرنه جدي شوه. په ۲۰۱۰ زکال کې د سولې عالي شورا جوړه شوه.

د سولې مشورتي لویه جرګې چې د ۱۶۰۰ تنو په ګډون جوړه شوه، له مخالفانو سره د خبرو چوکاټ جوړ کړ او د سولې د عالي شورا د تاسیس وړاندیز یې وکړ. خو د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر میاشت کې د دې شورا مشر برهان الدین رباني په کابل کې ترور شو.

د ۲۰۱۳ کال په جون میاشت کې په لومړي ځل په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانستل شو. خو له طالبانو سره د امریکا د مسقیمو مذاکراتو اعلان د وخت ولسمشر حامد کرزي په غوسه کړ او هغه له واشنګټن سره امنیتي خبرې وځنډولې.

په ۲۰۱۵ کال کې د پګواش بنسټ په قطر کې د افغان سولې مقدماتي غونډه کړه. د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د مري د سولې د بهیر په لړ کې د افغان حکومت او طالبانو استازو په اسلام آباد کې له نږدې له یو بل سره وکتل.

د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر میاشت کې حکومت او د حکمتیار حزب اسلامي له کلونو وروسته هوکړې ته ورسېدل او د دولت له تعقیب نه د مصوونیت له حکم سره؛ ښاغلی حکمتیار په ۲۰۱۷ کال کې کابل ته راستون شو.

د ۲۰۱۸ کال په نوامبر میاشت کې څو هېوادونو په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه کړه. د امریکا پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې د افغان سولې هڅې ګړندۍ کړې.

د ۲۰۱۹ کال په جنوري میاشت کې د امریکا او طالبانو استازو شپږ ورځې مذاکرات وکړل. دواړو لورو نهه ځلي سره وکتل او بالاخره د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشت پر ۲۸ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

خو اوس مهال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د افغان سولې د مذاکراتو پېلېدل له اصلي بحثونو دي. خو اوس مهال چې د سولې مذاکرات دوام لري. امریکا افغان لورو ته د سولې د یوې هوکړې مسوده سپارلې ده چې په کې د یوه انتقالي حکومت د جوړېدو خبره شوې ده. تمه کېږي چې د راتلونکي زکال په لومړیو کې په ترکیې کې یوه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي.

شریک یي کړئ