Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'دوحه کې د افغان حکومت پلاوی طالبانو سره د اړیکو جوړولو هڅې کوي'

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دوحه کې د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره د اړیکو پر جوړولو او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل لپاره د دغې دلې د غوښتنو پر اورېدو بوخت دي.

د ولسمشر ویاند له طالبانو سره د دغه پلاوي د لیدو په اړه ډېر جزیات نه ورکوي خو وايي چې قطر ته د افغان حکومت د شپږ کسیز پلاوي سفر موخه له طالبانو سره د اړیکو جوړول دي.

نوموړی زیاتوي داسې انګېرل کېږي چې طالبان به د خپلو بندیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړي. د هغه په وینا د هغوی (طالبانو) د بندیانو خوشې کول د خبرو د پیلېدو لپاره شرط نه دی بلکې هغه به د افغانانو تر منځ د خبرو یوه برخه وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«د دغه پلاوي اصلي دنده دا ده چې له طالبانو سره وویني او هغه مسلې چې طالبان یې غواړي د دغه پلاوي له لارې له افغان حکومت سره شریکې کړي. وبه لیدل شي چې طالبان کومې موضوعګانې مطرحه کوي، ایا د بندیانو ازادول دي، مذاکرات دي او یا هم نورې مسلې.»

په قطر کې ځینې خبریالان وايي د افغان حکومت پلاوي له طالبانو سره یوه ناسته درلوده او داسې پتېیل کېږي چې، ډېر ژر به له زرو بندیانو سره د ۵ زره طالب بندیانو د تبادلې په اړه یوه بله ناسته هم جوړه شي.

په قطر کې خبریال سمیع یوسفزی په دې اړه څرګندوي:«په اصل کې د قطر د دولت غوښتنه وه، چې افغان حکومت قطر ته یو پلاوی واستوي، چې له طالبانو سره د بندیانو په اړه مذاکره وکړي.»

طالبانو لا تراوسه د افغان حکومت له پلاوي سره د خپلو استازو لېدنه نه ده تایید کړې.

له بل لوري د سولې عالي شورا ځینې غړي د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د ولسمشر په دریځ کې د اټکلیز انعطاف په اړه خبرې کوي.

د سولې عالي شورا غړی رحیم بیګ یعقوبي وویل:«له دې لوري چې حکومت ادعا کوي چې د مذاکراتو له پیل مخکې موږ بندیان نه ازاد وو، په راتلوونکي کې به دغه ادعا تر کومه بریده ثابته پاتې شي او دوی واک لري چې شونې ده په څو ورځو کې بدلون وکړي.»

د هېواد له ملي امنیت شورا سالم شاه ابراهیمي، د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي، د سولې چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د بهرنیو چارو وزارت استازی فیض الله ذکي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري او د بندخونو د تنظیم  لوی مشر جمشېد توتاخېل د حکومت هغه شپږ کسیز پلاوی دی چې، د بندیانو د خوشې کولو او د افغانانو  تر منځ د خبرو د اجنډاو د څرنګوالي معلومولو لپاره دوحې ته تللی دی. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند قطر ته د افغان حکومت د شپږ کسیز پلاوي سفر موخه له طالبانو سره د اړیکو جوړول بولي.

شریک یي کړئ