Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: ځينې بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره لغمان کې ژوند کوي

د لغمان د ځايي چارواکو په وینا، د دغه ولایت په علي شنګ او دولت شاه ولسوالیو کې ځينې بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره ژوند کوي او طالبانو ته پوځي روزنې ورکوي.

دغو چارواکو طلوع نیوز ته ویلي چې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل د دغو ترهګرو په هکله داسې وايي:«هغه معلومات چې موږ ته رارسېدلي دي د دوی ډېری د علي شنګ او دولت شاه ولسوالیو په ځينو درو کې دي چې طالبانو ته پوځي روزنه ورکوي.»

هغه زیاتوي چې دغه کسان د بېلابېلو بهرنیو هېوادونو دي:«د هغوی تمویلونکي هم ټولو ته معلوم دي او حاجت پوښتنې ته نشته.»

د لغمان امنیه قومندان الله داد فدايي هم څرګندوي:«هو دا حقیقت لري، په دولت شاه کې هم دي او علي شنګ کې هم بهرني وګړي شته چې روزنه ورکوي.»

له دې مخکې طالبانو په خپلو لیکو کې د بهرنیو ترهګرو شتون رد کړی دی او وايي چې دوی د چا روزنې ته اړتیا نه لري.

بلخوا د لغمان د یادو دوو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په دغو ولسوالیو کې د بهرنیو ترهګرو کابو ۲۰۰ کورنۍ ژوند کوي.

محمد صدیق حقاني چې د علي شینګ ولسوالۍ قومي مشر دی. وايي د دغې ولسوالۍ د کوړې درې او دولت شاه ولسوالۍ په چکلاک سیمو کې د بهرنیو وسلوالو کورنۍ مېشتې دي. نوموړی زیاتوي چې د د دغو وسله والو ډېر هغه یې چیچنیایان دي.

هغه زیاتوي:«واقعاً دا موضوع حقیقت لري، دغه خلک شته، ځينې یې د چیچنیایانو په نامه دي او ځينو نورو په خبرو یې نه پوهېږو چې د کوم ځای دي.»

د لغمان دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغو بهرنیو توند لارو مېرمنې هم په سیمه کې له وسلو سره کرځي او کله ناکله د اسونو د سپرلۍ تمرین هم کوي.

دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحد وویل:«اوزبیکان دي... کوم فعالیت نه لري. په خپلو کورونو کې دي؛ خو معلومه نه ده چې څه پلان لري.»
 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب نن د اسیا زړه - اسټانبول بهیر د غړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو په غونډه کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه:«نړیوالې ترهګرې ډلې او د نشه يي توکو قاچاقبران د سولې هڅو ته په جدي توګه زیان رسوي. له دغې موکې په استفادې سره، ټول سیمه ییز او نړیوال همکاران، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې پر طالبانو نفوس لري؛ رابولي چې یوه دایمي اوربند او معنادارو مذاکراتو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.»

د لغمان ځايي چارواکو طلوع نیوز ته منلې ده چې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

شریک یي کړئ