Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فاریاب د کشالې د حل لپاره له حکومت سره د ملي جنبش تفاهم

د ملي جنبش مشرتابه غړی عنایت الله بابر فرهمند نن دوشنبې (د غبرګولي په ۳مه) وویل چې حکومت د پخواني ولسمشر حامد کرزي په منځګړیتوب له مارشال عبدالرشید دوستم سره هوکړې ته رسېدلي دي چې د فاریاب نوی والي محمد داوود لغمانی بېرته کابل ته ستون کړي او د فاریاب د والي مرستیال د دغه ولایت د سرپرست په توګه معرفي کړي.

ښاغلي فرهمند زیاته کړه که چېرې د حکومت دغه پرېکړه عملي نه شي، سبا ته په فاریاب کې د لاریونونو د پراختیا ترڅنګ په جوزجان او سرپل کې به هم معترضان واټونو ته ووځي.

ښاغلي فرهمند زیاته کړه:«پر دې نسبي سلا شوې چې داوو لغمانی بېرته کابل ته ستون شي او د فاریاب د خلکو اعتراضونه دې هم ودرول شي، تر هغې وخته چې د فاریاب د خلکو یو نوماند د والي په توګه منظور شي او په کار پیل وکړي.»

له دې سره سم، یو شمېر فاریابي معترضینو نن هم په دې ولایت کې لاریون وکړ او همداراز یې د حکومت ضد شعارونه هم ورکړل.

معترض محمد عطا وویل:«تر هغې چې مثبته پایله موږ تر لاسه کړې نه وي زموږ د اعتراض خېمې به درېدلې وي او مدني لاریونونه به مو دوام پيدا کړي.»

بل معترض قدوس قلیچ هم زیاته کړه:«له مشورې او مصلحت پرته یې په فاریاب کې والي ګومارلی دی.»

د ملي جنبش ګوند وايي، که چېرې د فاریاب نوی والي محمد داوود لغمانی بېرته کابل ته ستون نه شي؛ نو په فاریاب کې به دغه اعتراضونه دوام وکړي او ورسره به د جوزجان او سرپل ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي هم ورته لاریون وکړي.

معترض تورسن وايي:«که چېرې حکومت ځواب ورنه کړي خلک حق لري چې غیر متمرکز حکومت اعلان کړي او خپل فډرالي حکومت مخته بوځي.»

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه سرچینه وايي، په داسې حال کې چې، کابل ته د محمد داوود لغماني د بېرته راتګ په اړه سلا شوې؛ خو لا تر اوسه ولسمشر غني په دې اړه څه پرېکړه نه ده کړې؛ خو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره له معترضینو غواړي چې، محمد داوود لغماني ته اجازه ورکړي چې، خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده نرګس مومند وايي:«تراوس مهاله سیمه ییزو ارګانونو هېڅ کوم داسې تصمیم نه لري چې والي ته به تغییر ورکوي.»

د فاریاب نوی والي تېره اونۍ په میمنې ښار کې د پوځ په یوې اډې کې معرفي شو.

د ملي جنبش ګوند وايي، که چېرې د فاریاب نوی والي محمد داوود لغمانی بېرته کابل ته ستون نه شي؛ نو په فاریاب کې به دغه اعتراضونه دوام وکړي.

شریک یي کړئ