Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بادغېس قلعه نو کې د نښتو دوام

بادغېس کې یوې امنیتي سرچېنې نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۷ مه) وویل چې طالبانو بیا پر قلعه نو ښار  بریدونه پیل کړي.

د سرچېنې په وینا، اوسمهال د ولایت، امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت او د ملي اردو درېیمې لوا ودانۍ کې نښتې دي.

قلعه نو ښار کې پرون هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې وې.

ولسي جرګه کې د بادغېس د خلکو یو استازی ضیا الدین اکازی وايي، طالبانو د قلعه نو ښار پر ډېرو سیمو ولکه ټینګه کړې.

اکازی وايي که حکومت ګام وانخلي نو طالبان به ټول قلعه نو ښار ونیسي.

د اکازي په وینا قلعه نو کې د ملکیانو حال هم د اندېښنې دی.

له دې ‏سره ملي دفاع وزارت نن یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د کومانډو ځواکونو نور سرتېري هم د بادغېس مرکز قلعه نو ښار ته رسېدلي دي او په دې ښار  کې چاڼیز عملیات روان دي.

دفاع وزارت وايي قلعه نو کې ۶۹ تنه طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې لا څه نه دي ویل شوي.

طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ