Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده بهر ته د مالیې وزارت د سرپرست د سفر په هکله پوښتنې

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده د ارګ د فشارونو له امله خپل کار پرېیښی او له هېواده بهر ته تللی دی.

سرچینې د دې پخلی کوي چې ښاغلی پاینده بېرته هېواد ته نه راستنېږي.
  
خالد پاینده شاوخوا اوه میاشتې وړاندې د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړی زلمی نوري وايي:«د ولسمشر په شاوخوا کې داسې کسان دي هڅه کوي چې خپل نفوذي کسان په مالیې وزارت کې ځای پر ځای کړي ګومارنې د ولسمشر له خوا کېږي.»

بل خوا د مالیې وزارت یو مکتوب ښيي چې ښاغلی پاینده دوه ورځې وړاندې غوښتنه کړې چې له هېواد نه بهر ته ځي او پر ځای یې د دغه وزارت د ګمرکونو معین عالم شاه ابراهیمي د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.
 
د ولسي جرګې غړی عارف رحماني څرګنده کړه:«په مالیې وزارت کې ګومارنې او ډېری هغه پُستونه چې عواید لري او د فساد زمینې یې لرلې، له بده مرغه ډېر په ژوره توګه دا پلان شوې دي او دا د هېواد د اقتصاد لپاره ویجاوړنکې پایلې لري.»

یو شمېر سوداګر وایي چې ښاغلی پاینده په داسې حال کې له هېواد نه تللی دی چې د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره د هېواد نهه عایداتي بندرونه او ګمرکونه د دې ډلې لاسته لوېدلي دي او د هېواد عواید څه باندې ۵۰ سلنه کم شوي دي.

د هېواد د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی وايي:«شپږ بندره چې ځينې یې عمده دي چې دولت له لاسه ورکړي او هغه بندرونه چې تورخم او حیرتان دي، اقینه دی او ډېر مهم دي، غلام او انګور اډه د دولت په لاس کې دي.»

د مالیې وزارت په دې تړاو څه نه وایي خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي په دې باور دي چې د مالیې وزارت لپاره د وزیرانو او  سرپرستانو په ګومارلو کې سیاسي چلن د دې لامل شوی چې د حکومت ډېری عواید د طالبانو له لوري د یو شمېر ګمرکونو او بندرونو تر نیول کېدو مخکې هم حیف و میل شي.

سرچینې وايي چې خالد پاینده د ارګ د فشارونو له امله خپل کار پرېښی او له هېواده بهر ته تللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه