د برېښنا شرکت مسوولان وایي، چې بېګاه د کابل په مراد بیګ قلعه کې د برېښنا الوزول شوې ستنې جوړول به دوه ورځې وخت ونیسي.
د برېښنا شرکت د ولټاژ لوړولو څانګې مشر عبدالاحد بارکزی وایي، چې د برېښنا دا ستن دوښمنانو الوزولې او په خبره یې جوړول یې دوه ورځې وخت نیسي.
عبدالاحد بارکزي ویلي:"زموږ پرسونل هلته دی. هڅه کوو چې یو سرکیټ نن ونښلوو او تر دوه ورځو به برېښنا وصل شي."
دا په داسې حال کې ده، چې ناپېژاندو وسلهوالو تېره شپه د کابل شمال مراد بیګ قلعه کې د برېښنا یوه ستن په ماین الوزولې.
د اسلامي امارت یوه قوماندان حمزه ویلي:"دا کار د سیمې خلکو کړی، غواړي چې ځانونه مطرح کړي او ووایي چې موږ یوو او مقاومت کوو."
د شکر درې ولسوالۍ د امنیت مدیر حافظ زبیر ویلي:"ماین یې ځای پر ځای کړی وو، چې کېدای شي چسپکي ماین وي. مغرض خلک دا کار کوي."
کابل ښاریان وایي، چې د برېښنا پرې کېدو له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
که څه هم د برېښنا د ستنو الوزول نوې خبره نه ده، خو د طالبانو دې ځل واکمنۍ د پیل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د برېښنا یوه ستن الوزول شوې.